اسلام آباد 28 جنوري(اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي سره د خېبر پښتونخوا سينئر وزير عاطف خان ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل د ويزې په نوې پاليسۍ به خارجي سفارتخاني په اعتماد كښې اخلو او دوي به پاكستان كښې د سېلګرۍ په وده كښې كردار لوبولو پلو راغب كوٶ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان هم هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره اقداماتو ته ترجيح وركوي او مونږ هڅه كوٶ چې ز??ات خارجي سېلګري د هېواد د سېل ځايونو پلو راغب كړو۔ په دې موقع عاطف خان و??ئيل د سېلګرۍ په څانګه كښې پرمختګ او ودې لپاره د ويزې نوې پاليسۍ سره ب?? د سېلګرو پاكستان ته راتګ له آسانۍ ترلاسه شي٬ ده ووئېل خېبرپښتونخوا كښې به سېلګرو آسانيو او تفريح لپاره 5 نوې اسكېنګ ريزورټ جوړوٶ ٬ دغسې 20 نوې د سېل ځايونه ب?? هم آبادوٶ۔