اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي پاكستان د مينځنۍ آسيا رياستونو سر?? د تجارت٬ټورازم٬انرجي او اقتصادي راهدارۍ پشمول د ټرانسپورټ په اړه د ښو او پائيداره اړيكو خوښي لري٬پاكستان په شدت سر?? د تاجكستان د څلورو هېوادونو په لوظ نامه كښې د ګډون خوښي لري٬د تاجكستان او نورو مينځني آسيائي رياستونو سر?? د زمكې او هوائي رابطو زياتولو لپاره به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ د مواصلات وزارت كښې په پاكستان كښې د تاجكستان سفير شرعلي اېس جونونوف سر?? د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خېرسګالۍ د ملاقات په مهال كړی۔په دې موقع د مواصلات وزارت وفاقي سېكتر شعيب احمد صديقي٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن جواد رفيق ملك او سينئر جوائنټ سېكتر الطاف اصغر پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد ??وئ??ل د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطو د نشت والي خاتمه دې وكړی شي٬په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سائنس او ټېكنالوجي او د سېلګرۍ په اړه د پراخه امكاناتو د لارې دې د ځلانده سباؤن بنياد ولټولې شي۔ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم عمران خان وژن دې چې د تجارت او اقتصاديات لپاره تر مينځني آسيائي رياستونو رسنه دې ترلاسه كړې شي٬سېلګري د سباؤن پرمختګ آئينه دار ده ۔ده د سفير پام راګرځولو سر?? ??وئ??ل د پاكستان حكومت٬د تاجكستان روډ ټرانسپورټ لوظ نامه زر تر زره سر ته د رسولو خوښي لري۔د پاكستان حكومت د دې لوظ نامې د قانوني طريقه كار په اړه د تاجك حكومت ځواب ته سترګې په لار ??ے دغسې چې په پاكستان كښې هم په دې لړ كښې پېش قدمي وكړې شي۔د دې څخه وړاندې سفير په خبرو كښې ??وئ??ل تاجكستان په پاكستان كښې د سر??ايه كارۍ كولو خوښي لري٬په معدنيات٬فروټس٬توان او نورو تجارتي څانګو كښې پراخه امكانات شته ٬ ده ووئېل تاجك ټرانسپورټر تر كراچۍ پورټ رسنه غواړي٬هغوي د اېف بي آر او پاكستان كسټم ډيپارټمنټ ترمينځه پېښو ستونزو سر?? مخ دي د كومو چې ازاله پكار ده٬ ده ووئېل د افغانستان٬تاجكستان او پاكستان ترمينځه مضبوط تجارتي نېټ ورك ته وده وركولو سر?? د سباؤن خوبونه رښتيا كېدې شي