اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په مترو??ه وقف املاك بورډ كښې په لويه پېمانه په بې قاعدګۍ او په مالي بد انتظامۍ سخته اندېښنه ښودلو سره د مترو??ه وقف املاك بورډ د فرانزك آډټ كولو امر كړے او د مذهبي چارو سېكتر ته ئې سپارښت??ه كړې چې د مترو??ه وقف املاك بورډ ټولې معاملې كابينې ته وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د مترو??ه وقف املاك بورډ غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته د بورډ پھ چارو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬ د مذهبي چارو سېكتر محمد مشتاق احمد٬ د مترو??ه وقف املاك بورډ سېكتر محمد طارق او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بورډ تنظيم نو٬ په سباؤن كښې د بورډ نظام په ښه ډول چلولو او د اثاثو ګټو?? استعمال باوري كولو لپاره د خاص ټاسك فورس جوړولو