اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د قومي ا??مبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې او په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ ده د اتوار په ورځ پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب كولو۔ د قومي ا??مبلۍ سپيكر ووئيل د مدرسو په اړه كېدونكې پروپېګنډا بې بنسټه ده علماﺀ كرام او مشائخ بايد په دې باور نه كوي۔ اسد قېصر ووئيل د خېبر پختونخوا په ډول پنجاب كښې به هم عقيده ختم نبوت او د قرآن پاك ترجمه نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل كه حاجت پېښ شو نو د علماﺀ كرامو او مشائخو مشاورت سره به د مدرسو په اړه ردوبدل كولې شي۔ اسد قیصر ووئيل چې عهدي عارضي څيز دے د اولس خذمت لپاره مقصدونه ترلاسه كول تر ټ??لو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل وزيراع??م عمران خان وړاندې دا خبره كړې چې د مدرسو طالبعلمانو ته په ټولنه كښې بايد جائز مقام وركړې شي۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو عمران خان به خپل دا عهد ترسره كړي۔ ده ووئيل لوئې څښتن دے ماته د اولس د خذمت توفيق راكړي دغسې چې د خدائی په وړاندې خپل مخ روڼ كړې شم