اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پن??اب وزیراعلیٰ نومول د عمران خان اختيار دے٬ په دې لړ كښې د مشاورت عمل ترسره شوې او نن د جمعې په ورځ به د پن??اب اعلٰې وزير نامه اعلانولې شي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د پن??اب اسمبلۍ سپيكر چوكۍ لپاره د پي ټي ??ئي اتحادي ګوند كانديد پروېز الهي په اكثريت سره كامياب شوې او سوګند ئې هم پورته كړې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې زمونږ حكومت جوړ شوې او په بلوچستان كښې هم زمونږ سپيكر او دوهم سپيكر منتخب كړې شوې دې۔ ده ووئيل د پي ټي ??ئي ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته بلكې پيپلز ګوند م??لم ليګ (ن) څخه د لاتعلقۍ اعلان كړې دې او پن??اب كښې د سپيكر په انتخاب كښې ئې د م??لم ليګ (ن) كانديد ته ووټ نه دې وركړې او د محمد شهباز شريف د وزيراعظم په نومول كېدو ئې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې ده ځكه چې ھغوي دا ګڼي چې دې چوكۍ لپاره دغه نامه مناسب نه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجا ب اعلٰی وزير لپاره د يو داسې ??س په لټون كښې يو چې داغ پرې نه وي او د نوي پاكستان موقف او په جذبه ښه پوهېږي او ھغه په ھغه ډول حكمراني وكړې په كوم ډول چې د پاكستان اولس پي ټي ??ئي سره توقعات تړلي دي او د عمران خان وژن او د ھغه پروګرام ئې ذهن سره مطابقت هم لري