چاغې 11 اګست (اے پي پي) د چاغي دالبندين سيمې س??ه نزدې د چينائي انجينئرانو بس س??ه نزدې په ځانمرګي بريد كښې د درې انجينئرانو پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ د چاغي ډپټي كمشنر سېف الله كهېتران د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې په پېښه كښې د اختر رحمان او صابر په نوم دوه اېف سي اهلكار او بس ډرائيور محمد ابراهيم ژوبل شوي دي كوم چې شاه فهد روغتون دالبندي?? ته رسول شوي دي?? دغسې د ليان لنګ٬ يومب ريوي او هوكزياؤ په نوم چينائي انجينئران علاج لپاره كراچې ته منتقل كړې شوي دي۔ د امنيتي چارواكو له مخې په سېنډك پروژه كار كوونكي چينائي انجينئران رخصتي تېرولو لپاره وط?? ته تلل غوښتل چې دالبندين س??ه نزدې ئې ګاډې په نښه كړې شو خو ګاډې لا ځائ ته نه و رسېدلې چې چاودنه وشوه او ډرائيور بس په سمدستي توګه ايسار كړو او ځاني زيان كم شو۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه او په خوا او شا سيمو كښې ئې د لټون عمليات هم پېل كړل۔