اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) د م??صوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرامونو كښې د داخله ډويژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې د??ه د 11 ارب 88 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړي دي۔ حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو له په روان مالي كال كښې 15ارب 68 کروړ څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړي دي۔ د پلاننګ کمېشن جاری کړې شمېرو ترمخه حكومت د فرنټیئر کارپس بلوچستان د كار استعداد زياتولو له 65 کروړ، رزمک كښې شوال رائفلز له د استوګنو جوړولو له 19 کروړ 66 لکهھ ، کراچۍ كښې رائفلز ونګ ا??توګنو جوړولو له 61 کروړ 82 لکهھ، عبداللہ شاہ غازی رېنجرز کراچی له 75 کروړ ، اېچ 16 كښې ماډل جېل جوړولو له 80 کروړ، اسلام آباد كښې ماډل پولیس سټېشن جوړولو او پوليس اصلاحات له د 30 كروړه روپو په ??مو?? بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړي دي