ګوادر 29 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې د چی?? پاکستان اقتصادی راهداری (سی پیك) لويه پروژه ده، دې سره به نه يواځې پاکستان بلکه مينځني اسياﺀ پشمول ټوله سيمه كښې سيمه ايزو رابطو ته وده ترلاسه شي، دا پروژه د ټولې سيمې لپاره يو ګيم چی??جر ګڼلې كېږي، فری زون نه غير كوم هم بندرځائې کارآمد ثابتيدې نشي، ګوادر پورټ او فری زون جوړولو سره به د بلوچستان سره سره پاکستان د پرمختګ پلو روان شي، پاکستان مسلم لیګ (ن) پرمختيائي پروژې د سیاسی بدلون عمل څخه جلا كړې، جولائی كښې به ټولټاكنې كېږي، باور لرم چې نوې حکومتونه به هم د پرمختګ تسلسل روان وساتي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نړيوال دوه ورځني ګوادر ایکسپو پرانس??ې دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ نړيوال نندارتون كښې غیرملکی شخصیاتو ، غیر ملکی سفیرانو او د ټولې نړۍ سوداګرو ګډون وكړو۔ په دې مهال ګوادر فری زون وړومبۍ برخې پرانسته كېږي كومه چې د چی?? پاکستان اقتصادی راهدارۍ په ګيټ وے جوړه كړې شوي۔ فری زون سره به د مينځي اسياﺀ پشمول د نړۍ تر بيلو برخو تجارت ته وده ترلاسه شي?? ده ووئيل د ایکسپو 2018ء مقصد ګوادر بندرځائ او ګوادر فری زون د تجارتی مرکز په توګه رامخې ته كول او د ګوادر پروژو څخه رامخې ته كيدونكې موقعو په اړه خبرتيا پيدا كول دي۔ ده ووئيل دا نندارتون به سرمایه کاری، د روزګار موقعو كښې زياتوالې او تجارتی هلو ځلو ته ودې وركولو له ځائي او غير ملکی کاروباری شخصیات، سرمایه کار او سرکاری چارواكو له د ملاقات يو ښه پلیټ فارم وركړي۔ د نندارتون اهتمام د ګوادر پرمختيائي ادارې او د چی?? د بهر هېواد بندرځائيونو په اړه د چارو انتظامی کمپنۍ په شريكه كړے۔ دستورې ته په خپل خطاب کښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل ګوادر كښې د وړومبي دوه ورځني نړيوال نندارتون او فری زون پرانسته كولو سره زه ډير خوشحاله شوې يم۔ ده ووئيل نن د چی?? اولس مشر شی جن پنګ او پخواني وزیر اعظم محمد نواز شریف وژن په ح??یق?? كښې د بدليدو ورځ ده۔ د پاکستان ا?? چینائي قیادت وژن نن يو ح??یق?? جوړ شوے۔ ده ووئيل زه پھ دې خبره ډير خوشحاله شوې يم چې سی پیك د چی??ائي قیادت د “يوې سيمې يوې سترې لارې ” تر ټولو ولويه پروژه ده كومه چې په ح??یق?? کښې بدله شوې ده، دا د اولس مشر شی جن پنګ د اوسني او نوې نسلونو لپاره يوه ډالۍ ده۔ وزیراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې ډیووس كښې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د شريك سباؤن ا?? چیلنجونو په سرخط مهمې خبرې اترې شوې دي چې پكښې په سيمه ايزو رابطو لا قوي كولو زور راوړې شوې۔ ده ووئيل ګوادر پورټ، ګوادر فری زون، ایکسپریس ویز، موټر ویز او ریلوے پرمختګ منصوبې د ګوادر، خنجراب او پېښور د كراچۍ سره تړلې شي?? ده ووئيل دا نه يوازې زمونږ د سوكالۍ او روښانه سباؤن پروژې دي بلکه دې سره به زمونږ د سباؤن د توان حاجت هم پوره شي?? دې سره به د پاکستان معیشت پرمختګ وكړي او اولس به سوكاله شي?? وزیراعظم ووئيل د پاك چی?? اقتصادی راهدری د مالیاتی موزونیت او ماحولیاتی پائیداریت په اصولو اډانه دې۔ زه هيله لرم چې په دې اصولو عمل کولو سره به نه يواځې پاکستان بلکه د سيمې حاجت پوره شي?? وزیراعظم د فری زون اهمیت رامخې ته كولو سره ووئيل د فری زون نه غير كوم هم بندر ځائ کار آمد ثابتيدې نه شي?? د ګوادر د استعداد په اړه د څو لسيزو راهسې کار روان ؤ او زمونږ لپاره دا د خوشحالۍ خبره ده چې دا استعداد اوس په يو ح??یق?? کښې بدل شوې۔ وزیر اعظم د ګوادر پورټ او فری زون په جوړولو كښې د چی??ائي حکومت ، چی??ائي کمپنیو، ګوادر پورټ اتھارټی او نورو ادارو مننه كولو سره ووئيل دا يوه داسې پروژه ده چې ورسره به نه يوازې بلوچستان بلکه پاکستان د پرمختګ پلو روان شي?? ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) پرمختيائي پروژې د سیاسی بدلون عمل څخه جلا كړې۔ جولائی كښې به نوې ټولټاكنې كېږي او چې كوم هم حکومت راشي نو دا پالیسۍ به نه بدلېږي۔ وزیر اعظم باور وركړو چې حکومت دې پروژې ته كوم اهمیت وركړې نوې حکومتونه به هم دا تسلسل په ځائ وساتي۔ ده سی پیك او ګوادر پروژو ته عملی شكل وركولو كښې د چی?? سفیر او وفاقی وزیر احسن اقبال د هڅو په خاص توګه ذکر وكړو۔ ده ووئيل د پاکستان ا?? چین په هڅو به دا پروژه بشپړېږي۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ عبدالقدوس بزنجو ته مخاطب کيدو سره وزیراعظم ووئيل د كومو مسئلو چې ذکر شوې د هغې د حل كولو لپاره به هڅې كولې شي?? وزیراعظم ووئيل د بلوچستان سباؤن د بلوچستان سیاسی قیادت په لاس كښې دې ، د بلوچستان قیادت له به د پېښ?? چیلنجونو مخنيوې كول وي، وفاقی حکومت به پھ دې لړ كښې مرسته كوي۔