ډیووس 26 جنوری (اے پی پی) د پاکستان او سع??دی عرب ترمينځه نزدې مراسمو په تناظر كښې وزیراعظم شاهد خا??ان عباسی ډیووس كښې د سع??دی سینئر وزيرانو شريكې ډلې سره ليدلې دي ۔ د ملاقات پھ مهال پاکستان كښې د سع??دی عرب د ګڼو پرمختيائي پروژو په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔ د سع??دی عرب پھ پلاوي كښې د خزانې وزیر محمد الجدان، د تجارت وزیر ماجد بن عبداللہ القصاب، د توان وزیر خا??د الفلیح او دوهم ابراهیم الصاف شامل ؤ۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او نور سینئر حکومتی اهلکار هم په دې مهال موجود ؤ۔ ملاقات كښی دې خبر?? ته سلا راغله چې د سع??دی حکومت سره په كومو پروژو خبرې اترې شوې په هغې دې په تندۍ سره عمل وكړې شي او په دې لړ كښې د پاکستان سینئر چارواكو مشتمل پلاوي په يو ورځو كښې د سع??دی عرب دورہ وكړي۔ د وزیراعظم د پاکستان حکومت او پاکستانی اولس د اړخه خادم حرمېن شریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز، ولی عهد محمد بن سلمان او د سع??دی عرب اولس لپاره د نيكو هيلو پیغام هم وركړو۔