اسلام آباد 16 جنوري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان ترکمانستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګو ګوري٬ دواړه هېوادونه په نړوالو فورمونو د يو بل ملګرتيا كوي۔ اولس مشر دا خبرې د پاکستان ??ه دوره راغلې د ترکمانستان خارجه وزیر راشد مدیدوف سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د تاپي ګاز پروژه نه يوازې د ګاز پائپ لائن يوه پروژه ده بلكې د بېلا بېلو هېوادون?? يوه راهداري هم ده چې درناوے ئې د اولس مشر قربان علي بردي محمدوف په غاړه دے او مونږ دا خوښي ??رو چې دا منصوبه زر تر زره پېل شي ٬ په ريجنل كنېكټېوېټي په لړ كښې په اشك آباد لوظنامه كښې ګډون به مونږ لپاره د خوشحالۍ سبب وي۔ اولس مشر ووئيل په يو زر مېګاٶاټ برېښنا هم مونږ د تركمانستان ??ننه كوٶ او توقع كوٶ چې ډېر زر به دې منصوبې څخه استفاده وكړې شي۔ اولس مشر هيله ولرله د ټرانسمېشن لائن په معاملو به هم ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د خبرو اترو نتيجه به هم ډېر زر رامخې ته شي۔ اولس مشر ووئيل ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك تجارت ډېر كم دے كوم كښې چې زياتول غواړي او په دې لړ كښې ضروري ده چې ?? دواړو هېوادونو سوداګر او صنعت كار شريكې د يو بل هېواد ته لاړ شي ۔ ده ووئيل پاكستان او ترکمانستان د توان سره په لائيو سټاك٬ تعلیم، كلتور او د سائنس او ټیکنالوجۍ په څانګو كښې يو بل سره مرسته كولي شي۔ ده ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو منصوبو پېل كولو په ضرورت هم زور رواړو۔ په دې موقع د تركمانستان خارجه وزير اولس مشر ممنون حسېن د ترکمانستان اولس مشر خاص پېغام ورسولو او د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې د پرانستې دستوره كښې د ګډون بلنه ئې هم وركړه۔ ده ووئيل تركمانستان ??ه ټرانسمېشن لائن كار ترسره كړ ے دے