كوئټھ 10 جنوری (اے پی پی)د بلوچستان متحده اپوز??شن پريكړه كړې ده چې هغه به نه د وزيراعلٰی جوړېدو په زغل كښې ګډون كوي او نه به د حكومت ??رخ?? جوړېږي٬مخالفه ډله به لا هم د اپوز??شن ??رخ?? وي۔د سېنېټ د ټاكنو په حق كښې يو٬څوك چې په دې اړه خبره كوي د هغوي نه دې پوښتنه وكړې شي٬د بلوچستان د اولس ستونزې حل كولو لپاره به د اسمبلۍ په فلور غږ پورته كوو٬سياست په مفروضو نه بلكې په حقائقو كېږي۔دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر مولانا عبدال??اس??٬سردار اختر جان مينګل٬زمرك خان اچكزئي٬نوابزاده مير طارق مګسي او نورو شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په م??ال وكړې۔كنفرنس ته د وېنا كولو په م??ال د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود او د بلوچستان په اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر مولانا عبدال??اس?? ووئيل په اوسنو حالاتو كښې په متحده اپوز??شن كښې شريكو ګوندونو په اتفاق سره غونډه رابللې او په غونډه كښې پريكړه شوې چې په متحده اپوز??شن كښې د شاملو ګوندونو كوم غړې به د وزيراعلٰی چوكۍ لپاره كانديد نه وي٬مونږ په اپوز??شن كښې پاتې كېدو سره خپله وظيفه ترسره كړې٬دوي ووئېل اوس به د وزيراعلٰی چوكۍ لپاره مونږ سره د عدم اعتماد په تحريك كښې د شاملو ګوندونو پاكستان مسلم ليګ(ن) او مسلم ليګ (ق) غړو لخوا چې په كومه نامه اتفاق وكړې شي٬مونږ به رائې وركوو۔ده ووئيل مونږ جمهوري سفر پیل كړې و او يو پړاؤ يې ترسره شوې٬اوس راتلونكې پړاؤ د وزيراعلٰی د ټاكنې دې۔په تحريك كښې د شاملو ملګرو نه چې څوك هم وزيراعلٰی وي مونږ به هغه سره مرسته كوو