نار??وا?? 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي ??زير احسن اقبال وئيلي دي چې حكومت لوبې عام كولو سره سره ځوانانو ته اسانيې وركولو لپاره اقدامات كوي٬ په نار??وا?? كښې سپورټس سټي جوړولې شي چرته به چې د 14 بېلا بېلو لوبو مقابلې كولې شي٬ پاكستان يو ځل بيا د لوبو په مېدان كښې په نړۍ كښې خپل مقام جوړوي٬ د م??چ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي۔ ده دا خبرې په نار??وا?? كښې د سپورټس مېلې وروستې دستورې په موقع د انعاماتو د وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي ??زير ووئيل چې د م??چ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي٬ كوم لوبغاړي چې سياست ته راغلي دي هغوي د كال 2013م په ټولټاكنو كښې ماتې تسليم نه كړه۔ وفاقي ??زير ووئيل چې د هېواد د پرمختګ لار نيولو لپاره سازشونه كولې شي٬ مونږ د سازشونو مقابله كړې او هېواد مو د پرمختګ په لار روان كړے۔ ده ووئيل چې بدلون چغې سورې وهلو سره نه بلكې كار كولو سره راځي٬ په هېواد كښې لوډشېډنګ ختم شوے او په نار??وا?? كښې پوهنتونونه جوړ كړے شوي دي۔