اسلام آباد 29 نومبر (اے پ?? پی) د عيد ميلاد النبيۖ په لړ كښې د شورو په ورځ په راډيو پاكستان اس??ام آباد كښې د نعت خوانۍ مقابلې وشوې۔پھ دې موقع وفاقي وزير سردار محم?? يوسف د دستورې مشر مېلما وو۔د نعت خوانۍ مقابلو په دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب هم ګډون وكړو۔دستورې ته په خپل خطاب كښې وفاق وزير سردار محم?? يوسف ووئيل په پاكستان كښې د قرآن او سنت په ضد كومه قانون سازي نه شي كېدې په آئين كښې د دې خبرې ضمانت وركړې شوې۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ اجتماعي او انفرادي ذمه واري ده چې پاكستان د امن مركز جوړولو له په زړه پورې كار وكړو٬دا مقصد د حضرت محمد(ص) په تعليماتو ع??ل كولو سره تر??اسه كېدې شي۔ده ووئيل چې د عيد ميلاد النبي(ص) په اړه د مذهبي چارو وزارت ګرينډ نېشنل كنفرنس به جناح كنونشن سنټر اس??ام آباد كښې كېږي چې پكښې به ځايې او غېر ملكي پلاوي ګډون كوي۔د دستورې په آخر كښې سردار محم?? يوسف په مقابله كښې كامياب شويو كسانو له انعامات هم وركړل۔(