اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) احتساب عدالت د نېب ??يفرنسز كېس كښې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه لور له د حاضرې څخه استثنٰي وركړه٬ عدالت د استغاثه د دوو ګواهانو بيانات قلم بند كولو سره په راتلونكې اورېدنه څلور نور ګواهان اوغوښتل او اورېدنه ئې د نومبر تر 22مه نېټې وځنډوله۔ نواز شريف ته د نومبر د 20مې نېټې نه تر 27مه نېټې او مريم نواز ته د يوې مياشتې د حاضرې استثنٰي وركړې شوه۔ د نېب ??ېفرنس كېس اورېدنه د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير وكړه۔ په دې موقع پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف٬ د هغه لور مريم نواز او كېپ??ن صفدر عدالت ته وړاندې شول۔ د اورېدنې په مهال عدالت د استغاثه د دوو ګواهانو بيانات قلمبند كړل۔ د ګواهان?? په بياناتو د محمد نواز شريف وكيل جرح هم ترسره كړه۔ د اورېدنې په مهال نواز شريف ته د نومبر د 20مې نېټې نه تر 27مه او مريم نواز ته د يوې مياشتې د حاضرې استثنٰي وركړې شوه۔ (