كراچۍ 15 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د امريكې لخوا هند پھ منطقه كښې د لوي طاقت په توګه د رامخې ته كولو هڅې سره د منطقې امن خطر سره مخ كېدې شي٬د كشمير مسئله د منطقې د امن په لار كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬سيمه ايز امن لپاره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول ضروري دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د كراچي انسټي ټيوټ آف انټرنېشنل آفيئرز تر سيوري لاندې پھ سوئېلي آسيا كښې د امن په موضوع جوړ شوي كنفرنس ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔كنفرنس ته د انسټي ټيوټ انټرنېنشل آفيئرز مشرې مېرمن ډاكټر معصومه حسن هم وېنا وكړه۔د ايوان صدر لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې سوئېلي آسيا ډېرو شخړو او ب??را??ونو سره مخ ده او د سياسي او جغرافيائي ستونزو له امله د منطقې امن په داؤ لګېدلې او دې ستونزو نړيوال حالات په خاص توګه سوړ جنګ٬په افغانستان كښې خرابېدونكې صو??تحال او د ترهه ګرۍ معاملې لا پیچلې كړې دي۔ده ووئيل چې د څو لسيزو نه روانو دې عواملو د منطقې د سياسي سماجي او اقتصادي معاملو پشمول د سلامتيا په چارو ژور آغېز كړې۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او هند د اتومي طاقتونو جوړېدو نه پس د سوئېلي آسيا دفاعي منظر نامه٬ په مكمل توګه بدله شوې او په دې وخت كښې د منطقې صو??تحال په درې كچه يعني د داخلي٬سيمه ايزو او نړيوالو عواملو په سبب ځپلې كېږي كومو ته چې د پام كولو سخت ضرورت دې۔اولس مشر ووئيل چې د جمو كشمير٬سركريك او د سياچن پشان مسئلې په سوئېلې آسيا كښې د استحكام په لار كښې لوې خنډونه دي۔د نائن اليون پیښې نه پس د افغانستان صو??تحال د سيمه ايزې سلامتيا ستونزې لا زياتې كړې دي۔ده ووئيل چې د كشمير خرابېدونكې صو??تحال د منطقې امن سخت ځپلې۔اولس مشر ووئيل چې د مقبوضه جمو او كشمير اولس خپل د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي خو هند د كشميري اولس د حريت تحريك د ترهه ګرۍ ګرځولو او د دې د منځه وړولو هڅې كوي چې ورسره په سوئېلي آسيا كښې د وړاندې نه موجود اشتعال لا زيات شوې۔اولس مشر ووئيل چې د هند لخوا په پوځي قوت كښې د اضافې رجحان سيمه ايز استحكام لپاره خطر جوړ شوې او د دې په نتيجه كښې د دوه ګاونډيانو ترمينځه د اقتصادي او سماجي پرمختګ ??ه قيمت د وسلې ناخوښې زغل پېل كېدې شي۔د دې طرز عمل په نتيجه كښې په منطقه منفي آغېز كېږي۔اولس مشر ووئيل چې د سوئېلي آسيا ټوله منطقه د امن او خوشحالۍ په لټون ده خو د تاؤ تريخوالي او د جنګ پشان د حالاتو له امله امن او پرمختګ ??و خوب جوړ شوې۔اولس مشر ووئيل چې د سيمه ايزې مرستې او د پخوانو ستونزو د حل د لارې د دې صو??تحال مخ نيوې كېدې شي۔ده ووئيل چې د سوئېلي آسيا د قومونو مقدر يو بل سره تړون لري او دا ټول قامونه په شريكه مرسته د غربت٬بې روزګارۍ٬موسمي بدلون٬عسكريت خوښۍ په نورو عوامي ستونزو قابو موندلې شي خو د امن او خوشحالۍ د لټون دا سفر د جنګ په صو??ت كښې بې ضائع كېدې شي كوم چې د بدتره غربت٬سماجي وروستو والي٬شدت خوښۍ او د بنياد پسندۍ د ودې تر ټولو لويه ذريعه ده۔په دې حالاتو كښې زياتېدونكې نړيوال خطرات او بهتري په ن??ر كښې ساتلو سره د غربت خاتمې لپاره به شريكه مرسته زياتول وي۔اولس مشر ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي