اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي چې محمد ن??از شريف د مسلم ليګ (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پاكستان پرمختګ او د (ن) ليګ په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د محمد ن??از شريف نه غېر د مسلم ليګ (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخالفين او ?? عمران په شان سازشي سياستمدار مسلم ليګ (ن) د سياست څخه لرې كولو له محمد ن??از شريف او دده كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مخالفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته ددوئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګوند مضبوط او ګلګت بلتستان څخه تر آزاد كشمير او بلوچستان ئې يو م??بول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پېك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د مخالفينو لخوا د ن??از شريف په نښه جوړولو سره د مسلم ليګ ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داثابت كړي چې يو??زې مسلم ليګ (ن) خپل لارښود ن??از شريف سره كلك ولاړ وي بلكې د ټول پاكستان وګړي به ورسره ولاړ وي۔