اسلام آباد 03 مارچ (ا?? پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي د هندوستان تر ټولو لويې جمهوريت او سيكولر هېواد ادعا د حقائقو په ضد ده٬امن او استحكام لپاره د پاكستان هڅې د نړۍ په وړاندې دي٬په هند كښې د بابري مسجد شهادت٬د آسام پیښه او په حجاب د بندېزونو پشمول په اقليتونو كېدونكي ظلمونه د ټولو په وړاندې دي٬په مقبوضه ك??مي?? كښې په 80 لكه ك??مي??يانو د هند ظلمونه زيات شوي۔ده دا خبرې په اسلام آباد كښې په انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز كښې سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل د حجاب په معامله په هندوستان كښې اوسېدونكو لويو شخصياتو مسلمانان غېر محفوظ ګرځولي۔د مودي بي ج?? پي سركار ??ندوتوا ايجنډې او د آر اېس اېس د انتهاخوښۍ سوچ ته دوام وركوي٬د بابري مسجد شهيدولو نه پس اوس دائره كار ??ول هندوستان ته خپور شوے ٬ د مقبوضه ك??مي?? متنازعه حېثيت ختمولو نه پس ك??مي?? د نړۍ تر ټولو لويې زندان جوړ شوے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د هند د پنځم اګست يو اړخيزه اقدام په ضد چې كله په ملګرو ملتونو كښې خبره وكړه نو لويدېزې مېډيا په دې ليكل او خبرې پېل كړې۔ده ووئيل د پاكستان هڅې د نړۍ په وړاندې دي۔