اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د پیټرول٬ډيزل او برېَښنا بيعې كمولو پشمول يو لويې اولسي رېليف پېكج اعلان كړے او راتلونكې كښې به هم اولس ته رېليف وركوي٬د بيعو په كمېدو هم اپوزېشن اعتراض لري٬ اپوزېشن دې منافقانه رويه پرېږدي٬ عمران خان معيشت د ديواليه كېدو څخه ټيك آف ته رسولے ٬زمونږ د وزيراعظم محلونه نش??ه٬??ني لانډرنګ ئې كړے او نه لوټ مار٬اپوزېشن ته معلومه ده چې د پي ټي آئي حكومت تلونكې نه دے٬ مونږ به پنځه كاله ترسره كوو او راتلونكے حكومت به هم د پي ټي آئي وي۔د شورو په ورځ د اقتصادي چارو وفاقي وزير خسرو بختيار پشمول پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل وزيراعظم عمران خان اولسي رېليف پېكج اعلان كړے٬د پېټرول او ډيزل بيعه لس روپۍ ليټر او د برېښنا يو يونټ پنځه روپۍ كم كړے شوے ۔ ده ووئېل په نړيواله كچه ګراني راغلې نو د امريكې٬اروپا٬برتانيه پشمول په ټو??ه نړۍ كښې د ګرانۍ 40 كا??ه رېكارډ مات شوے ۔وزيرمملكت ووئيل د پیټرول يو بيرل د 40 ډالره نه 111 ته رسېدلې ٬د خوراك تېل د 400 ډالره نه 1300 ډالر ټن٬ سكاره د 40 ډالرو نه 200 ډالرو ته رسېدلې۔په ټو??ه نړۍ كښې د راغلې ګرانۍ اثر په حكومتونو او اولس پريوتے ٬په امريكا كښې د ګرانۍ 42 كا??ه رېكارډ مات شوے ٬ ده ووئېل زمونږ خيال ؤ چې د كووېډ 19 نه پس به حالت ښه او د ګرانۍ شرح كمه شي نو اولس ته به رېليف وركړے شي٬ په نړۍ كښې د لاجسټك او ټرانسپورټېشن ګراني راغلې٬د هغې هم اثرات شته ٬په دې صورتحال كښې عمران خان په اولس د بوج اچولو په ځاې هغوي ??ه رېليف وركړے ٬ ده ووئېل د پیټروليم مص??وعات بيعه كښې د اوسني كمي څخه وړاندې هم ټېكسونه كم كړے شوي او هغه 70 اربه بوج هم حكومت پخپله برداشت كړے ٬ دغسې د ټېكس وصولۍ هم رېكارډ ته رسېدلې ٬ 8 مياشتو كښې د 30 فيصد ټېكس څخه زيات راجمع كړے شوے ٬ ده ووئېل وړومبے اپوزېشن آئي اېم اېف ته په تللو تنقيد كولو او اوس په بيعو كمولو هم اپوزېشن اعتراض لري٬اپوزېشن دې د منافقت رويه پرېږدي۔