جېکب آباد۔28فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پیپلز ګوند په لانګ مارچ كښې د سندھ حكومت سركاري مشنري كارولې شي٬ د سندھ پوليس او فائر برګېډ په ګاډو كښې د پيپلز ګوند جھنډې وېشلې شي٬ د دا اولس په حقونو ډاكه ??ه ده نو څه دي ٬ ټولې محكمې سندھ حكومت سره دي نو بيا په 15 كلونو كښې د صوبې مسئلې ولې حل نه شوې۔ په جېكب آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل وزیر اعظم عمران خا?? ته د اولس د تكليف احساس دے د سندھ اولس به د پيپلز ګوند نه خلاص كړي۔ وزیر اعظم عمران خا?? د هېواد لوټ كوؤنكې مافياز مقابلې لپار?? راوتلې دې۔ هغه ووئيل ځائې په ځائې د سندھ حقوق مارچ په هركلي كولو د سندھ اولس مننه كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل كه بلاول پنجاب او اسلام آباد ته تلې شي نو مونږ سندھ او لاړكانه ته ولې نه شو تلې۔ هغه ووئيل زه چېلنج وركوم چې وزيراعظم عمران خا?? او زرداري دې يو بل ته مخامخ شي٬ زراداري دې د عمران ??ه د درې كالو حساب وغواړي ٬ عمران به د 3 كالو حساب وركړي او بيا دې عمران خا?? د زرداري ??ه د 15 كالو حساب وغواړي بيا دې اولس پرېكړه وكړي چې هېواد چا لوټ كړې دې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل یوکرېن څخه د پاكستاني طالبعلمانو بېرت?? راوستلو له مې د پولېنډ، ھنګری او رومانيه حكومتونو سر?? رابطه كړې ده ٬ د يوكرېن خارجه وزير سره هم خبره شوې ده۔ كه لويې څښتن ته منظور و?? پاكستانيان به حفاظت سره خپل هېواد ت?? راشي۔ په كراسنګ پوائنټ كښې اضافې سره به پاكستانيان بېرته خپل هېواد ت?? راشي ٬ ځينې پاكستانيانو دغلته ودونه كړي دي هغوي دغلته پاتې كېدل غواړي خو كوم چې دلت?? راتلل غواړي هغوي ب?? راوستلې شي۔ شاہ محمود قرېش?? ووئيل زه مطمئن يمه٬ د سندھ خلك مې وليدل چې هغوي د پيپلز ګوند نه خلاصون او د 15 كلونو حساب غواړي۔