اسلام آباد۔18فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي پاکستان ا??را?? سره د ملګرتيا او ورورولۍ خپلو پخوانو اړيكو ته زيات اهميت وركوي او موجوده حكومت په پارليماني او معاشي څانګو كښې مرستې ته وده وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ هغه ووئيل پاکستان او ا??را?? د مذهب ٬ ورورولۍ او د ګاونډیتوب په تلپاتې اړیکو کښې تړلی دی او د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه يو ډول دريځ لري۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې تعينات ?? ايران سفير سيد محمد علي حسني سره خبرو كښې وك??ه چا چې ده سره د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وك??و۔ ډپټي سپيكر ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده او د كشمير او فلسطين په شمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام كښی خوښي لري۔ هغه ووئيل د كشمير په اړه ?? ايران ښكاره دريځ ته پاكستان د قدر په سترګه ګوري۔ ډپټی سپیکر د پاك ايران پولو دواړو اړخونو ته د تجارتي منډيانو جوړولو پرېكړه خوشبينه وګرځوله چې ورسره به د ځائي خلكو تجارت مضبوطولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ?? ايران سفير سيد محمد علي حسني ووئيل ايران پاكستان سره خپلو اريكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ حكومت پاكستان سره اړيكې لا مضبوطول غواړي۔ هغه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو ?? ايراني دريځ په حمايت كولو د پاكستاني حكومت او اولس مننه وك??ه۔ هغه د دواړو هېوادونو د پارليمانونو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو وړاندېز سره اتفاق كولو سره ووئيل دې سره به همغږۍ ته وده ترلاسه شي او دواړه اولس يو بل ته لا نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي