اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې د کش??ير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې فوري حل كړې شي ، مونږ کشميري اولس سره ولاړ يو٬ كش??ير د پاكستانيانو او په نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو په زړه كښې دې٬ پاکستان په هر فورم د کش??ير مسئله رامخې ته كړې٬ وزيراعظم عمران خان به د چين دورې په مهال هم په كش??ير مسئله خبره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ډائريکټورېټ آف الېکټرانك ميډيا اېنډ پبلي کيشنز تر سېوري لاندې د كش??ير يوالي ورځې پحقله د ډيجيټل عكسونو نندارتون په موقع ګډون ك??ٶن??و ته خپله وېنا كښې وكړه۔ هغه ووئيل د كش??ير يوالي ورځ په موقع په شاندار نمائش كولو د ډېمپ مننه كوم۔ فرخ حبيب ووئيل په کش??ير كښې روان ظلم او زياتې زده ك??ٶن??و د پېنټنګز د لارې په ډاګه كړې دې، د کشميري مېندو خوېندو تكليفونه مونږ هم محسوسوٶ٬ د بشري حقونو په خلاف ورزۍ پاكستان تل غږ پورته كړې دې۔ ده ووئيل د پنځم اګست د هندي اقدام نه پس اتيا لكه كشميريان بندي دي٬ نه ميډيا آزاده ده او نه سوشل ميډيا چلېږي، د مودي د آر اېس اېس سوچ عملي مظاهره په کش??ير كښې د ظلم او بربريت په صورت كښې ليدلې كېدې شي۔ ده ووئيل د برهان واني په ??ير ځوان شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د کش??ير د رښتني وكيل او د زړه ور سفير کردار لوبولې دې او د كش??ير مسئله ئې په هر فورم په موثره ډول وړاندې كړې ده۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو دوهم سېكتر مبشر توقير او نور چاروكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزير مملکت فرخ حبيب په نندارتون كښې د عكسونو مشاهده هم وكړه٬ ګډون ك??ٶن??و ته د كش??ير سټوري په عنوان د هند په ظلم او بربريت جوړ كړې شوې دستاويزي فلم هم وښولې شو۔ په دې موقع فرخ حبيب د زده ك??ٶن??و انجونو ترمېنځه د پېنټنګز په مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو له انعامونه وركړل۔ د يادونې وړ ده چې ډائريکټوريټ آف اليکټرانك ميډيا اينډ پبلي کيشنز هر كال د كش??ير يوالي ورځ په موقع هندي ظلمونه په ډاګه كولو لپاره د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي