اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان پرمختګ لپاره د ټېكنالوجۍ خلا لرې كو??و ضرورت دے٬بايد ??نف??رمېشن ټېكنالوجۍ٬مصنوعي ذهانت٬آ?? لائن تعليم او سائبر سېكورټي ته وده وركړې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نېشنل آئيډيا بينك كنفرنس د قامي مقاب??و اختتامي دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په دې وخت كښې په پاكستان كښې د ټېكنالوجي ګېپ ډېر زيات دے۔د دې لرې كو??و ضرورت دے۔ده ووئيل د آ?? لائن تعليم ګټه ټولو ته معلومه ده خو د كورونا وبا په مهال دې ته په رښتينې توګه پام لرنه شوې۔ده ووئيل كو?? يو هېواد چې د ??نف??رمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې څومره په تندۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي هم دومره به په تندۍ سره پرمختګ كو??۔ده ووئيل په دې څانګه كښې د زياتې سرمايه كارۍ ضرورت هم نشته ځكه چې په نړۍ كښې داسې ډېر مثالونه موجود دي۔صدر ووئيل سباؤن ورچوئل ايجوكېشن سره تعلق لري او د دې عام كو??و ضرورت دے۔صدر ووئيل مصنوعي ذهانت د څلورم صنعتي انقلاب بنياد او د قامونو د پرمختګ سباؤن دے۔ده ووئيل د ??نف??رمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات موجود دي٬دا څانګه په تندۍ سره د پرمختګ موقعې وركوي بايد د پاكستان ځوانان دې موقعو څخه استفاده وكړي۔د دې څخه وړاندې دستورې ته د سرسيد يونيورسټۍ وائرس چانسلر جاوېد انور هم وېنا وكړه۔صدر په دې موقع ځوانانو ته انعامات وركړل۔د دې نه پس صدر د لګولے شوو سټالونو هم څارنه وكړه