اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي د پاكستان د هر وګړي تحفظ د قامي سلامتيا برخه ده٬ تعليم قامي سلامتيا سره نيغ په نيغه تعلق لري۔ معيد يوسف دا خبرې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښ?? د ??ېشنل سکيورټي پاليسي د پبلك ورژن اجراء په موقع دستورې ته خ??لې وېنا كښې كړې۔ ده خبرو په مهال ده د قامي سلامتيا پاليسۍ وژن په تفصيل سره ب??ان كړو۔ ده ووئيل مونږ د ګردې نړۍ پاليسۍ سټډي كړې٬ په پاکستان كښې پ?? قامي سلامتيا ډېر بحث شوے ٬ ضرورت ٶ چې پاكستان قامي پاليسي جوړه كړي ۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا پاليسي زمونږ په سلامتيا د اثر انداز كېدونكو روايتي او غېر روايتي مسئلو په پراخه تناظر كښې جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل پ?? قامي سلامتيا پاليسي كښې جيوستراتېژك او د جيو پوليټيکل اړخونو محور معاشي سلامتيا ده چې پكښ?? د ??اکستان د سلامتيا استحکام او په نړۍ كښې د ځانګړې مقام ترلاسه كولو حصوصيات دي۔ ده ووئيل دې دستاوېز ته د بشپړ سول ملټري اتفاق نه پس حتمي شكل وركړے شوے