نوښار 09 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف اوس هم د هېواد تر ټولو لوي سياسي ګوند دے، وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده ترسره كوي، د اپوزيشن د غبارې نه د وړاندې نه هوا ??تل??، دوي نه څه وړاندې كړي او نه به ئې په راتلونكي كښې وكړي، اولس په بلديا??ي ټاكنو كښې رد شوي ګوندونه بېرته رد كړي دي. مېډيا سره په خبرو كښې ده وو??يل چې اپوزيشن ګوندونه د پاكستان تحريك انصاف د مقبوليت نه يره لري او ځكه د پاكستان تحريك انصاف په ضد د دروغو پروپېګنډې كوي. ده وو??يل چې د خېبر پښتونخوا په بلديا??ي ټاكنو كښې په وړومبي پړاٶ كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړې دي خو چې مونږ د څومره چوكۍ توقع لرله، دومره مونږ ترلاسه نه كړې شوې، مونږ د دې د هر اړخ جاج اخستې دے.