اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) ??در ډاكټر عارف علوي د انجونو تع??يم لپاره د فعاله ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي علماﺀ كرام او جوماتونه په ټولنه کښې ستر كردار لري، حکومت د انجونو تع??يم لپاره ښوونځيو ته راونولو لپاره ګامونه پورته کوي٬ انجونې لوستې جوړولو كښې علماﺀ كرام فعاله كردار لوبولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ په ايوان ??در كښې د انجونو تع??يم ته وده وركولو لپاره د قامي كمپائن ??ان??نګ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي ٬ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن پروفېسر ډاكټر قبله اياز ٬ د پاكستان الائنس فار ګرلز اېجوكېشن (پېج) اېګزېكټو ډائرېكټر فجر رابعه پاشا ٬ علماﺀ كرامو او د زده كړو پوهانو ګډون كولو۔ ??در ډاكټر عارف علوي ووئيل 32 فيصده ماشومانې د پرائمري تع??يم نه محرومه دي٬حكومت د احساس پروګرام ترسېوري لاندې سكالرشپ پروګرام پېل كړے٬ مېرمنې د بنيادي زده كړو د لارې په خپلو پښو اودروو ٬ هغه ووئېل اسلام اولنے مذهب دے كوم چې مېرمنو ته په ټولنه كښی په زړه پورې مقام وركړو ٬ علماﺀ كرام ھېڅكله انجونو ته د زده كړو موقعې وركولو په ضد نه دي پاتې شوي ۔ هغه ووئيل سرسید احمد خان د ډېرو هڅو نه وروستو د نيمې اوچې مسلمانان د عصري تع??يم ترلاسه كولو ته چمتو كړل٬ هغه ووئېل حكومت د انجونو زده كړو ته خصوصي اهميت وركوي ٬ د انجونو د زده كړو په اړه د علماﺀ كرامو پېغام په ټولنه كښې زيات اهميت لري۔ هغه ووئيل جوماتونه د زده كړو د مركزونو كردار ترسره كولې شي۔ ??در مملكت ووئيل اسلام 14 سوه كاله وړاندې مېرمنو ته حقونه او په ټولنه كښې په زړه پورې مقام وركړے۔ ??در مملكت د جومات كردار څرګندولو په اړه ووئيل د ټولنې مسائل حل كولو لپاره به اولس د جوماتونو د لارې خبرول وي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل علماﺀ كرامو د سكول نه بهر كوچنيانو او انجونو لپاره د سهار نه تر ماسپيخين په جوماتونو كښې د زده كړو اهتمام كولو وړاندېز وركړے ۔ دستورې ته خپله وېنا كښې د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز ووئيل د انجونو په تع??يم كښې ??در ډاكټر عارف علوي او اولنۍ مېرمنه بېګم ثمينه عارف علوي د زړه نه خوښي لري۔ هغه ووئيل د انجونو تع??يم لپاره تګلاره وضعه كوؤ ٬ پاکستان الائنس فار ګرلز اېجوکېشن د سټار سكولوز منزل ته رسېدلو لپاره مخ په وړاندې تږ پېل كړے په كوم كښې چې د اسلامي نظرياتي كونسل او د علماﺀ كرامو مرسته هم شامله ده۔ هغه هيله څرګنده كړه چې د ايوان ??در په نګرانۍ كښې به د انجونو لوستې لپاره عملي ګامونه پورته كولو كښې كامياب شوو ۔ دستورې ته اېګزېکټو ډائرېکټر پاکستان الائنس فار ګرلز اېجوکېشن فجر رابعه پاشا هم خطاب وكړو۔ هغې ووئيل زمونږ اداره د لوستې 129 غېر رسمی تعلیمی ادارې چلوي په كومو كښې چې د انجونو تع??يم ته خصوصي پاملرنه كولې شي۔په دې مهال ??در ډاكټر عارف علوي په دستوره كښې د انجونو د تع??يم لپاره د قامي كمپائن پرانسته وكړه