اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د ك??رنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي ذي چې حكومت د مسيحي ټولنې پشمول د اقليتونو د ټولو ستونزو حل كولو عزم لري، د ناله لئي او پېنډې رنګ روډ د پروژو په منظورې د وزيراعظم او د پنجاب وزيراعلٰی مننه كوو. د زيارت په ورځ د سي ډي اے په مركزي دفتر كښې د كرسمس په مناسبت دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې د ك??رنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د كرسچن كميونټۍ د استوګنې مس??لې حل كولو لپاره به هڅې كوم، دوي لپاره به كالونې جوړول?? شي. ده ووئيل چې د دوي آبادكارې لپاره كار كوو. د ك??رنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د سيالكوټ پېښې په نتيجه كښې هېواد بدنام شوے او دې پېښې سره نړۍ ته غلط پېغام تللې. ده ووئيل چې پاكستان سوله ايز هېواد دے او دلته ټول مذهبونه مذهبي آزادي لري او ټول مذهبونه يو بل سره ښې اړيكې لري. ده ووئيل چې كه د كرسمس په موقع د دسمبر تر 25مه نېټه مسيحي ملازمينو ته تنخا ورنه كړې شوه نو زه به ئې په خپله نوټس اخلم. وفاقي وزير ووئيل چې د ناله لئې پروژې نه پس به د خپل سياست پرېكړه هم كوم. وفاقي وزير مسيحي ټولنې ته د كرسمس په موقع مباركي هم وركړه. ده په سي ډي اے كښې په عارضي توګه د كار كوونكو مسيحي ټولنې د مستقل كولو اعلان هم وكړو او وې وئيل چې بورډ د دې منظوري وركړې، كوم كسان چې پاتې دي، په مېرټ به قانوني تقاضې پوره كول?? شي.