اسلام آباد 30نومبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي به(نن)د شورو په ورځ د پروټېكشن آف جرنلسټس اينډ مېډيا پروفيېشنلز(ايكټ)بل 2021 لاس ليك كوي كوم به چې د رسمي قانون شكل اختيار كړي۔په دې لړ كښې به په بل د لاس ليك دستوره په ايوان صدر كښې كېږي۔د يادونې وړ ده قامي اسمبلۍ د نومبر په 8مه نېټه كال 2021 او سېنېټ د نومبر په 19مه نېټه كال 2021 د خبريالانو او مېډيا پروفيشنلز تحفظ(ايكټ)بل 2021 منظوري وركړې وه۔د دې بل له مخې به خبريالانو او مېډيا پروفېشنل ته د رازدارۍ حق ترلاسه ش??۔دوي به د پېشه وره ذمه وارو په خپلواكه توګه او بې پرې ترسره كولو له د رائے د اظهار حق لري٬دوي به د شخصي ژوند ٬ كور او د ذاتي خط او كتابت پشمول د اليكټرانك خبرو اترو پرائيوسي او د خپل خبر د ذريعو پټ ساتلو حق هم ولري دغسې د كوم هم سړي يا ادارې لخوا د جبر٬تشدد٬يرې ترهې او د دړكو وركولو سره د جبري ګمشدګۍ په ضد تحفظ به هم ولري۔دوي به د خبر ذريعه په ښودلو هم مجبورېدے نه ش??۔۔دغسې مېډيا مالكان به خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز ته د ټاكلي معيا?? ترمخه لائف اينډ هېلت انشورنس وركوي او مېډيا مالكان به خبريالانو ته په وخت د تنخا وركولو هم پابند وي۔د بل ترمخه د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز تحفظ او د ګيلو خپلواكه پلټنو او ز?? تر زره ازالې لپاره به يو آزاد كمېشن جوړولے شي چې پكښې به د پاكستان بار كونسل ٬ پي اېف يو جے ٬ نېشنل پرېس كلب٬پي آر اے ٬ د بشري حقونو وزارت٬د اطلاعات او خپرونو وزارت استازي شامل وي۔وفاقي حكومت به د كمېشن چيئرمېن د دوو كلونو لپاره غوره كوي٬په كمېشن كښې به د لږو نه لږې درې مېرمنې هم شاملې وي۔د بل ترمخه د آئين آرټيكل 9 مطابق به د خبريالانو او د مېډيا پروفېشنلز د ژوند حق باوري كو??ې شي كوم داسې كس يا اداره به داسې اقدام نشي كولې چې ورسره د كوم خبريال او مېډيا پروفېشنلز د ژوند حق او حفاظت خلاف ورزي كېږي۔حكومت به خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز ته د جبري يا په رضا كارانه توګه د وره كېدو يا تښتونې څخه تحفظ وركوي او بې يرې ترهې به خپل كار كو??ې شي۔دا خبره به باوري كو??ې شي چې د دوي د رازادارۍ حق كوم كس٬افسر٬ايجنسۍ يا اداره پامال نه كري۔د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز د رائے د اظهار حق به د رائج قوانين ترمخه وي دغسې د بل ترمخه د قوميت نسلي٬مذهبي منافرت ودې لپاره د امتياز ٬ تشدد يا د يرې ترهې په خپرېدونكو موادو به بندېز وي او په نسلي٬لساني٬كلتوري يا په صنفي نفرت خپرونكو موادو په تخليق به هم بندېز وي۔په بل كښې د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز لپاره دا خبره لازمي ګرځو??ې شوې چې د داسې موادو اشاعت به نه كېږي د كومو چې د ناسمه يا بې بنسټه علم نه لرلے كېږي ۔څوك چې په داسې كولو كښې ناكامه راشي د هغه په ضد به مقدمه چلو??ې شي۔د سركاري ملازم يا ادارې د اړخه په خبريالانو او مېډيا پروفيشنلز تشدد او د ناوړه خلې خوځولو په صورت به ځپلے كس په 14 ورځو كښې دننه د كمېشن په وړاندې خپله ګيله درج كو??ې شي دغسې وفاقي محتسب يا متعلقه اداره به په 14 ورځو كښې د زورونې په ضد پلټنې او قانوني كاروائي كوي۔د خبريال په ش??ايت به كمېشن مشاورتي كمېټي جوړوي دغسې چې پريكړه وكړې شي چې شكايت اورېدل پكار دي يا نه۔كمېشن به دا خبره باوري كوي چې د خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز په ش??ايت قانوني كاروائي وكړي۔په خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز تشدد٬جبر او د دړكې وركولو د سزا څخه به هېڅ څوك استثنٰی نه لري۔ځپلو خبريالانو او مېډيا پروفېشنلز له به قانوني معاونت هم وركو??ې شي۔د بل ترمخه كمېشن به د خبريالانو او د مېډيا پروفېشنلز په ش??ا??ت د حكومت او استخباراتي ادارې يا اتهارټي څخه معلومات ترلاسه كو??ې شي د هغوي څخه به رپورټ دستاويزات٬ډېټا او شواهد غوښتلے شي۔اړوند حكومت او ايجنسي يا اداره به په 14 ورځو كښې پلټنې او كاروائي كوي۔كمېشن به نزدې د سول كورټ اختيارات لري٬ كوم جرائم چې د كمېشن اختيار نه وي نو معامله به مجسټرېټ ته لېږ??ې شي۔د كمېشن په وړاندې سماعت به عدالتي سماعت ګڼلے شي۔په ښه نيت كړو اقداماتو به كمېشن او افسرانو ته استثنٰی ترلاسه وي۔مېډيا پروفېشنلز ته د دړكو وركولو٬د جبر او تشدد كاروائيو په ضد ز?? تر زره او موثره پلټنو او قانوني كاروائي څخه به څوك هم استثنٰی نه لري۔