اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د جارج واشنګټن پوهنتون زده كوونكو د شورو په ورځ د پاكستاني سفارت دوره وكړه. زده كوونكو په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان سفير ډاكټر اسد مجيد خان سره ملاقات وكړو. پاكستاني سفير زده كوونكو ته د پاكستان د تاريخ، كلتور او خارجه پالېسې پشمول د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. ده ووئيل چې پاكستان د پخوانو تهذيبونو وارث دے چې پكښې مهرګړھ ، د سندھ وادي او ګندهار تهذيب شامل دي.ده ووئيل چې پاكستان امريكې سره قوي اقتصادي، كلتوري او تعليمي روابط لري. ?? افغانستان څخه امريكې وت??و نه پس پاكستان ?? افغانستان پرېښودو خواهش لرونكو ته محفوظ لار وركړه. پاكستاني سفير ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي او په افغانستان او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د امريكې پشمول د نړيوالو هېوادونو او شراكتدار سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے. ده ووئيل چې پاكستان يوه امن خوښوونكې هېواد دے او ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډيانو سره د دوستۍ اړيكې غواړي