اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ازبكستان سلامتي كونسل سېكرټري(د قامي سلامتيا صلاح??ار)لېفټيننټ جن??ل وكټر ??خم??دوف د نهې په ورځ ملاقات كړې دې په دې مهال په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې د قامي سلامتيا صلاح??ار ډاكټر معيد يوسف او اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د ازبكستان صدر شوكت مرزيوئف سره په ټېليفون د خبرو اترو ذكر كولو سره وزيراعظم عمران خان د تجارت او اقتصادي روابطو زياتولو په اهميت زور راوړو او د سيمه ايز رابطو لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔وزيراعظم د معيشت٬تجارت٬ سرمايه ??ارۍ٬توان٬سلامتيا او تعليم څانګو پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د اعلٰی كچ په رابطو زور راوړو۔په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم عمران خان د امناكه او مستحكم افغانستان په اهميت او سيمه ايز انفراسټركچر پروژو په وخت بشپړولو زور راوړو۔وزيراعظم د ازبكستان صدر ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنې وركولو پخلې هم وكړو۔د دې څخه وړاندې د ازبكستان قامي سلامتيا صلاح??ار لېفټيننټ جن??ل وكټر ??خم??دوف او د قامي سلامتيا صلاح??ار ډاكټر معيد يوسف په يو تاريخي”پروټوكول آن جوائنټ سېكورټي كمېشن”لاس ليك وكړو۔د ازبكستان سلامتي كونسل سېكرټري لېفټيننټ جن??ل وكټر ??خم??دوف د پاكستان په درې ورځنۍ سر??اري دوره دې او هغه به طورخم بارډر او د پاكستان ملټري اكېډمۍ دوره كوي