فېصل آباد ۔31اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د اولس خېر ښېګړې لپاره شپه او ور?? کار کوي، غریبانو ته به د اربونو روپو ټارګټډ سبسډي ورکولې شي۔ هغه د اتوار په ماښام د 7 کروړه روپو په لګښت د خپلې حلقې نیابت اېن اے108 فېصل آباد په فېكټري اېريا او سرسيد ټاؤن كښې د بېلو پرمختيائي منصوبو پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل د هېواد په تاريخ كښ?? په اولني ځل عمران خان بېنكونه د خپل كور جوړولو له كم آمدن لرونكو ته د قرضونو وركولو پابند كړل۔ په دې لړ كښ?? تر دې دمه 200 اربه روپو لپاره 57 زره خواستونه ترلاسه شوي دي په كومو كښ?? چې د 180 اربه روپو قرضې منظور كړ?? شوي او د 19 اربه روپو قرضې جاري كړ?? شوي دي۔ هغه ووئيل دويمه لويه مسئله صحت لپاره د وسائلو رسولو ده۔ هغه ووئيل په دې لړ كښ?? به د دسمبر مياشتې تر پايې ټولې ودانۍ ته صحت كارډ جاري كړ?? شي۔ فرح حبيب ووئيل حكومت ته د ګرانۍ احساس دے۔ هغه ووئيل په نړيواله كچه د تېرو 50 كلونو د ګرانۍ ټول ريكارډونه مات شوي دي۔ هغه ووئيل مونږ په خپلو ریونیو او ټېكسونو كښ?? تر ممكن حده كمې كولو سره اولس ته ريليف وركړې دې۔ هغه ووئيل زرداري او نواز شريف د قوم اربونه روپۍ لوټ كولو سره لندن او نورو ځايونو كښ?? محلونه او جائيدادونه جوړ كړل خو عمران خان نه لندن كښ?? جائيدادونه جوړ كړل او نه ??ې محلونه بلكه د هغه مرګ ژوند اولس سره دے او هغه د خپل اولس خېر ښیګړې له شپه او ورځ هڅې كوي۔ فرح حبيب ووئيل د فېصل آباد پرمختګ لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړ?? شوي دي او ددې ثمرات به ډېر زر رامخې ته كېدل پېل شي