اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د م??لي او انتظامي اختياراتو وركړه باوري كولو لپاره مو په بېلا بېلو پروژو د كار رفتار ګړندي كولو ته پام ګرځولے، ګل??ت بلتستان ته غوره مواصلاتي اسانۍ وركولو لپاره دې اقدامات وكړے شي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګل??ت بلتستان د مربوطې پرمختيائي پروژې د پرمختګ جاج اخستې په اړه غونډه د شورو په ورځ وشوه. په دې موقع وزيراعظم ووئيل مونږ په ګل??ت بلتستان كښې په بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د كار رفتار ګړندي كولو ته پام ګرځولے چې دغسې د انتظامي او م??لي اختيارات وركړه باوري كړې شي. وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چ?? هغوي په دې لړ كښې ټول قانوني خنډان لرې كړي چې دغسې د ګل??ت بلتستان خلقو ته اسانۍ وركړې شي كوم چې خپلو ستونزې حل كولو لپاره اسلام آباد ته رارسېدو لپاره اوږد سفر كوي. ده ځائي ابادې ته د مواصلات غوره اسانۍ وركولو لپاره زر تر زره د انټرنېټ رابطې وركولو هدايت هم وكړو. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول ګل??ت بلتستان لپاره په پنځه كلن تاريخي ??رمختيائي پېكج عمل پېل شوے د كوم اعلان ??ې حكومت د روان كال په پېل كښې كړے ؤ . د پېكج له مخې به 370 اربه روپې بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره ګل??ت بلتستان ته وركولې شي.په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر، علي امين خان ګنډاپور، سيد امين الحق، بېرسټر فروغ نسيم، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او د ګل??ت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد پشمول اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.