پېښور ۔3 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر پير محمد نور الحق قادري وئيلي دي د اسلامي اقدارو تحفظ زمونږ د ايمان برخه ده٬ د تحريك انصاف حكومت به كه پاك پروردګار ته منظوري وي پاكستان ته د اسلامي رياست ماډل وركړي ??و په پاكستان كښې به د اسلام او نظريه پاكستا?? په ضد كوم قانون نه جوړېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??غه پېښور كښې د نوموړي ??وحاني لارښود حضرت خواجه پير رحمت په ياد كښې راجوړې كړې شوي تعزيتي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د دې دستورې اهتمام ساجد خان چمكني او رحيم الله كړے ؤ۔ ډاكټر پير محمد نورالحق ووئيل ټولو علماﺀ كرامو ٬ پاكستاني وګړو او عاشقان رسول (ص) ته باور وركوم چې د اسلامي اقدارو تحفظ زمونږ د ايمان برخه ده٬ د تحريك انصاف حكومت به كه پاك پروردګار ته منظوري وي پاكستان ته د اسلامي رياست ماډل وركړي ??و په پاكستان كښې به د اسلام او نظريه پاكستا?? په ضد كوم قانون نه جوړېږي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د پاكستاني اولس د صحيح ترجمانۍ حق نه ??وازې خپل هېواد كښې بلكه په نړيواله كچه هم د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم ادا كړے دے۔ عمران خا?? په نړيواله كچه د ټولو انبياﺀ كرامو علېهم السلام او مقدس شخصياتو سپكاوي لارې مخه نيولو له عملي ګامونه ??ورته كړې دي۔ په دې لړ كښې په باضابطه توكه يو كمېشن جوړ كړے شوے دے چې مشر ئې نوموړے قانون پوهه او ديني سكالر بابر اعوان اېډوكېټ ټاكلے شوے دے۔ هغه ووئيل حضرت پير رحمت كريم زمونږ ي روحاني لارښود ؤ ٬ د هغه تقوی ٬ خدا شناسي او انسان دوستي مثالي وه۔ د اسلام ترويج او اشاعت له چې هغه كوم د قدر وړ خذمات ترسره كړي هغه به د ت??ري?? په پاڼو تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي۔ دستوره كښې حضرت پیر طریقت شیخ الحدیث علامه فضل سبحان قادری ، حضرت پیر سید منیر اللہ شاہ، حضرت پیر سید ګیلانی شاہ ،(سندھ)حضرت پیر سید سلطان آغا قادری، جانشین حضرت پیر رحمت کریم مبارک، حضرت پیر صاحبزادہ سعید حسین قادری، صدر تنظیم اهلسنت محمد سلیم قادری ، ناظم اعلیٰ جامعه کریمیه علی زمان چشتی ٬ پیر عبدالرشید قادری ، مولانا احسان اللہ جنیدی، مولانا عبدالغفار قادری،د مدینه ??ېلفئېر ټرسټ صدرمحمد جهانزیب صابری، ډاکټر شمس الرحمن شمس او مولانا یاسر شفیق کریمی ګډون وكړو۔