لاهور۔24ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په ??شرۍ كښې هېواد د پرمختګ په ??اره روان دے٬ بهرنۍ سرمايه كارۍ سره نوې صنعتي زون جوړېږي٬ حكومت په صنعتي بدلون باور لري٬ كورنا ټوله نړۍ ځپلې ولې پاكستان تر ډېره حده د دې مخنيوي كښې كامياب پاتے شوے دے٬ نړۍ دا مهال رامخې ته كېدونكي نوي پاكستان ته اړتيا لري۔ هغه د جمعې په ??رځ د چينائي سرمايه كارۍ په ??رسته جوړې كړې شوې د چېلنج ټېكسټائل فېكټرۍ دورې په ??هال خطاب كولو۔ د چېلنج ټېکسټائل فېکټرۍ اېم ډی کېرن چن او پاکستانی تاجر قمر خان بوبی صدر مملکت ته په دې اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقعه صدر مملكت د چېلنج ټېكسټائل پ??رك پرانسته هم وكړه۔ صدر وئيل پ??كستان د چېلنج ټیکسټائل په ډول نورې سرمايه كارۍ ته هم اړتيا لري٬ پاكستان يو محفوظ هېواد دے او دلته به غېر ملكي سرمايه كارو ته تحفظ وركولے شي۔ صدر ووئيل د كورونا اوسنۍ وبا ټوله نړۍ ځپلې ده ولې پاكستان تر ډېره حده په دې قابو موندلو كښې كامياب پاتے شوے دے۔ پاكستان د دې په ضد د وېكسين تيارونكو هېوادونو كښې شامل شوے دے۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل مونږ د چين سرمايه كارو ته بلنه وركوؤ چې هغوي دلته سرمايه كارۍ كولو له راشي او نړۍ ته مثبت پېغام وركړي۔ هغه ووئيل اقتصادي مسئلې حل كولو له تندو رابطو ته اړتيا ده ولې چې نړۍ دا مهال ډېره ګړندۍ شوې ده۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په ??شرۍ كښې هېواد كښې سپېشل اکنامک زون جوړ كړے شوے دے كوم سره به چې نه يوازې نوې انډسټ??ي ولګي بلكې په ??راخ?? كچه به خلكو ته د روزګار موقعې هم ترلاسه شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي نو د پاكستان راروانې ورځې به لا ښه وي