اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او پیشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي يو ډول نصاب سره به په پاكستان كښې هر يو ماشوم يو ډول تعليم ترلاسه كړي٬پېشه وره تعليم او تربيې ته پام لرنه كوو۔د شورو په ورځ ليډرز اسلام آباد بزنس سمټ ته په ??پل?? خطاب كښې ده ووئيل په يو ډول تعليم ځكه بحث كېږي چې په دې كښې نجي سكولونه هم شامل كړی شوي۔ده ووئيل د تعليم په مېدان كښې مونږ زياتو چېلنجونو سره مخ يو٬يو ډول تعليمي نصاب ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل كله چې نوې څيزونه پېل كېږي نو په هغې كښې خرابۍ هم وي او د ښه والي كوشش هم كېږي۔ده ووئيل ټولو صوبو يو ډول تعليمي نصاب شروع كړے٬هنري تعليم ته پام لرنه كوو او د خواندګۍ شرح زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل زمونږ د هې??اد خوش قسمتي ده چې زياتره آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ځوانانو لپاره به موقعې راپېدا كولې شي٬دا يوه لويه سرمايه ده۔ده ووئيل د جاپان د آبادۍ لويه برخه په مشرانو مشتمل ده٬جاپان زمونږ سره رابطه كړې چې د پاكستان څخه ځوانان راوستل غواړو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ يو ښكلے هې??اد لرو٬دلته غرونه دي او سمندرونه هم۔ده ووئيل په نړۍ كښې ځينې هې??ادونه د??سې دي كوم چې خپل خوراك پ??پل?? پیدا كوي او نړۍ ته يې برآمد كوي۔دې لپاره اوبه يو لويې نعمت دے او مونږ زياتې اوبه لرو