ملتان۔08ستمبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان په صحيح معنو كښې فلاحي رياست جوړولو له به هر يو وګړي له خپل كردار ترسره كول وي۔ خصوصي وګړو ته پام كولو سره دوئي د ټولنې ګټور وګړي جوړېدې شي۔ په ښه نيت پېل كړے شوے كار خپل منزل ته ??سي?? چلډرن کمپلېکس ملتان د كوچنيانو د زړه س??جر?? پېل كولو سره يو مهم پراؤ نه تېر شوے دے كوم لپاره چې د دې ځايې انتظاميه او غېر سركاري تنظيم”تارے زمین پر“ د مباركۍ مستحق دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې د شورؤ په ورځ چلډرن كمپلېكس ملتان كښې د ماشومانو د زړه د س??جر?? يونټ پرانستې په موقعه خپل خط??ب كښې وكړه۔ هغې ووئيل نن د ملتان د تاريخ يوه مهمه ورځ ده۔ اوس به د دې ځائې خلق د زړه رنځ سره مخ كوچنيان درملنو له ل??هو?? او نورو ښارونو ته نه بيايي۔ هغې ووئيل د كومې هم منصوبې په پېل كښې د متحركه شخصياتو خوښي لرل لازمي وي او حكومت د داسې كسانو بايد بشپړه ډاډګيرنه وكړي۔ ثمينه عارف زياته كړه چې زمونږ د ټولنې مېرمنې هم بايد د هېواد په پرمختګ كښې بشپړه برخه واخلي ولې چې حكومت هم سماجي پروګرامونو ته بشپړه پام لرنه كوي چې ښكاره مثال ئې احساس پروګرام ٬ كامياب جوان پروګرام او نورې منصوبې دي۔ په دې مهال دستورې ته خپل خط??ب كښې د اېن جي او”تارے زمین پر“سی ای او فادیه کاشف ووئيل نن زما ?? ژوند مهمه ورځ ده ولې چې كوم خوب ما ليدلې ؤ نن هغه ريښتيا شو۔ دستورې ته خپل خط??ب كښې د چلډرن کمپلېکس ملتان مشر ډاكټر وقار رباني ووئيل نن د خوشحالۍ ورځ ده دلته د كوچنيانو د زړه س??جر?? پېل شوې ده۔ هغه ووئيل زه مخير حضراتو ته اپيل كوم چې هغوي دې فلاحي منصوبه كښې بشپړه برخه واخلي۔