اسلام آباد۔30اګست(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان چيف سېكرټريز ته سپارښتنه كړې چې هغوي د بنيادي ض??ورت څيزونو بيعې مستحكمولو او د منډۍ او پرچون بيعه كښې غېر منطقي فرق ختمولو لپاره دې انتظامي ګامونه پورته كول باوري كړي۔ په راتلونكي وخت كښې د چينو ا?? غنمو ضرورت ته پام لرنه كولو سره دې بشپړه منصوبه بندي او په وخت اقدامات يقيني كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی د بنيادي ض??ورت څيزونو طلب او رسد او د بيعو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه کښې د خزانې وزیر شوکت ترین ، د صنعت او پېداوار وزیر مخدوم خ??رو بختیار ، د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ، د خوراک وزیر سید فخر امام ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ، د اطلاعات او خپرونو وزیر مملكت فرخ حبیب ، خصوصي مرستيالو ډاکټر شهباز ګل ٬ ډاكټر ثانیه نشتر ٬ جمشید اقبال چیمه او د اړون??و وزارتونو سېکترانو ګډون كولو۔ صوبائي چيف سېكرتريز او اعلی چارواكو هم غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته ګرد هېواد كښې د عامو وګړو په استعمال كښې د راتلونكو څيزونو د بيعو تقابلي جائزه او په خاص توګه د منډۍ او د پرچون بيعو تقابلي جائزه وړاندې كړې شوه۔ هېواد كښې د چينو ا?? غنمو موجوده ذخيرې او د سباؤن حاجتونو ترسره كولو په لړ كښې د پورته كېدونكو ګامونو په اړه هم بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ د پنجاب چيف سېكرټري خپله صوبه كښی د بيعې په حقله په پورته كړو انتظامي ګامونو رڼا واچوله۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د خوراكې تېلو بيعه ټيټولو لپاره اړوندو سره چارې حتمي پړاؤ ته رسېدلي ٬ د دې په نتيجه كښې هيله ده چې د خوراك تېلو بيعه كښې د لس نه تر پنځلس روپو د كلو په سر كمې راشي۔ په دې مهال غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د بنيادي ض??ورت څيزونو اغېز په عام وګړي كېږي۔ هغه ووئيل د عام وګړي تحفظ د اوسني حكومت تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده۔ وزیراعظم عمران خان چيف سېكرټريز ته امر وكړو چې هغوي دې د بنيادي ض??ورت څيزونو بيعه مستحكمولو او د منډۍ او پرچون بيعو كښې د غېر منطقي فرق ختمولو له انتظامي ګامونه پورته كول باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل يوازې د انتظامي چارواكو په ضد كارروائي ناكافي ده٬ د انتظامي ګامونو نتيجې بايد رامخې ته شي دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په راتلونكي وخت كښې د چينو ا?? غنمو ضرورت ته پام لرنې سره بشپړه منصوبه بندي او د اقداماتو په وخت پورته كول يقيني كړئ