اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي پاکستان آ??ټریلیا سره خپلي اړيكي همي ګڼي او د شريكي خوښي په ټولو څانګو كښې د آسټریلیا سره دوه اړخيزه مرسته لا قوي كول غواړي۔ د تعلیم او پیشه وره تربيې په څانګو كښې آسټریلیا سره اړېكې لا قوي كولو ته اړتيا ده كومي به چې د پاکستان سماجی او اقتصادی پرمختګ له مرستياله وګرځي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه ده د خارجه وزارت موده پوره كونكي وياند او د پاکستان نومولي هائی کمشنر ز??هد حفیظ چوهدری سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندوني سره صدر په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او آسټریلیا ترمينځه د تجارتی او اقتصادی مرستي زياتولو پراخا امكانات شته۔ده وو??يل پاکستان آ??ټریلیا سره په بيلو څانګو كښې او په خاص توګه د تعلیم ، كركېلې ، تجارت ، د اوبو انتظام ، درنګ كېنستلو او د انفارمېشن ټیکنالوجی (آئی ټی) به اړه مرسته زياتول غواړي۔ ده د آسټریلیا سرمایه کارۍ راغب كولو په حاجت هم زور راوړو، ده وو??يل هېواد كښې د کاروبار ښې پالیسۍ جوړي شوي او خپلې پلېسۍ د جیو سیاست څخه جیو اکنامکس ته منتق?? کړې شوي۔ د حکومت د اړخه بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مثبت کردار ستائنې سره صدر نومولي هائی کمشنر ته وو??يل آسټریلیا كښې د پاکستان وګړو ښېګړې او آسانيو وركولو سره د هغوي خذمت وكړئ۔ آسټریلیا كښې د پاکستانو زدكوونكو شميرې ترمخه ده د دواړه هېوادونو ترمينځه د تعلیمی مرستي لا زياتولو حاجت هم رامخي ته كړو۔ صدر ز??هد حفیظ چوهدری له په آسټریلیا كښې د پاکستان هائی کمشنر په توګه په نومولے كېدو مبارکي وركړه۔ دغسې صدر د خارجه دفتر وياند په توګه په ښه ډول د فرائضو په ترسره كولو د زاهد حفیظ چودھدری ستائنه وكړه