اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی) پي آئي اے د افغانستان څخه په حفاظت سره د غېر ملكيانو انخلا لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې كا?? كوي۔په افغانستان كښې پاكستاني سفارت په دې لړ كښې قومي فضائي كمپنۍ پي آئي اے سره تماس نيولې او پي آئي اے په انساني بنيادونو كابل لپاره د پروازونو پلان پېل كړې چې دغسې د انخلا په مشن كښې مرسته وكړې شي۔د پي آئي اے وياند و??ېلي دي چې د قومي فضائي كمپنۍ چيف ايګزېكټو افيسر ايئر مارشل ارشد ملك د انساني ضرورياتو له مخې په سيمه ايزه كچه د يوې لويې فضائي كمپنۍ په حېث په افغانستان كښې مېشته ??ېر ملكي وګړو نړيوالو ادارو او د نړيوالو كمپنو اهلكار د افغانستان څخه په حفاظت سره د راويستلو ذمه واري ق??وله كړې۔ده ووئيل چې د افغانستان څخه پي آئي اے سره امريكائي وګړو او د نورو هېوادونو سفارتكارو٬د نړيوالو خبري ادارو كسانو رابطه كړې او د پي آئي اے د پروازونو په اړه يې معلومات ترلاسه كړې دي۔