اسلام آباد 15 ??ګس?? (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي او د برتانيې خارجه وزير ډومېنك راب په ټي??يفون خبرې كړې دي. د خارجه د??تر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ د پاكستان او برتانيې خارجه وزيرانو د افغانستان په تندې سره په بدلېدونكي صورتحال او د پرمختګ په چارو ټي??يفوني خبرې وكړې. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل ??ې د پاكستان نه زيات څوك هم په افغانستان كښې امن نه غواړي. ده ووئيل ??ې د افغان ډلو د بې لچك رويو په سبب اوسنې صورتحال پېدا شو. ده ووئيل ??ې د طالبانو په مقابله كښې افغان امنيتي ځواكونه د شګۍ دېوال ثابت شوے او په دې نړيواله ټولنه حېرانه ده. ده ووئيل ??ې د كابل څخه سفارتكار او د نړيوالې ټولنې غړي رابهر كولو لپاره اسانيې وركوو او په صورتحال په نظر ساتلې. ده ووئيل ??ې افغان مشران دې امن او د تفاهم عمل لپاره د نړيوالې ټولنې د واضح ملاتړ څخه استفاده وكړي. ده ووئيل ??ې د نړيوالې ټولنې افغان مشرانو سره رابطه ساتل ډېر ضروري دي. د مذاكراتو د لارې د حل راويستلو نه علاوه كومه بله چاره نشته. ده ووئيل ??ې مونږ په افغانستان كښې د كورنې جګړې يو نوے دور پېل كېدونكې ليدل نه غواړو. د كورنې جګړې په ګاونډيانو د ډېر بد آغېز كېدو اندېښنه ده. ده ووئيل ??ې د افغانستان دننه او بهر د خرابې پېدا كوونكو څخه خبر پاتې كېدل ډېر ضروري دي ځكه چې خرابي پېدا كوونكي عناصر صورتحال خپلې ګټې لپاره كارولې شي. خارجه وزير ووئيل ??ې د كورونا دريمې چپې مونږ په پوله د تګ راتګ په جاج اخستلو مجبور كړي يو. ده ووئيل ??ې د سفر په اړه د رېډ لسټ څخه د هند نوم ويستلو په اړه د برتانيې په پرېكړه د پاكستان حكومت اندېښنه لري. په لسټ كښې د پاكستان نوم په ځائ ساتلو سره د دواړو هېوادونو شهريت ??رونكي ستونزو سره مخ دي. هيله ده چې د برتانيې حكومت به د پاكستان په اړه په پرېكړه نظر ثاني وكړي. ده ووئيل ??ې ستراتېژيكي مذاكراتو لپاره په اسلام آباد كښې د راتلونكې غونډې په انتظار يو. خارجه وزير د پاكستان لخوا يو ځل بيا د برتانيې خارجه وزيړ ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه.