تهران 05 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د خپل پلاوي د ايران نوي ټاكلي شوي صدر سيد ابراهيم ريئسي سره تهران كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په پاك ايران اړيكو ٬ سيمه ايز پرمختګ ٬ اقتصادي مرستې او د پ??رليماني تړون په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چئيرمېن دا مهال د ايران نوي ټاكلي صدر د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كولو له د ايران په دوه ورځنۍ د??ره دے۔ هغه وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پ??كستان نمائندګي كولو لپاره نومولے ؤ۔ نوے ټاكلے صدر د ملاقات په مهال دوه اړخيزو اړيكو او پارليماني رابطو ته لا وده وركولو او د اقتصادي اړيكو مستحكمولو ته صلاح شوے۔ د سېنېټ چئيرمېن په دې موقعه د ايران نوي ټاكلي شوي صدر لپاره د پ??كستاني اولس ٬ پارليمان ٬ صدر او د وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د ايران نوي ټاكلي صدر په مشرۍ كښې به دوه اړخيزه پخوانۍ ٬ مذهبي ٬ كلتوري او تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي۔ دواړه لارښود د اسلاموفوبيا زياتېدونكو رجحاناتو مخنيوي له په ګډه هڅو كولو ته هم صلاح شول۔ صادق سنجراني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د پ??رليماني پلاويو تګ راتګ زياتولو ته اړتيا ده۔ دواړو لارښودو د كشمير او فلسطين په مسئله هم خبرې كړي ۔ د سېنېټ چئيرمېن ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق مرستې لپاره او په كشميري اولس د هندي ظلمونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له په ګډه كار كول وي۔ هغه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق په پرله پسې ملاتړ كولو د ايراني مشرتابه مننه وكړه۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې له به د بلوچستان پولې ته نزدې سيمو كښې نورې هم تجارتي لارې او منډيانې پرانستل وي۔ هغه د بلوچستا?? تربت ٬ پنجګور او مكران ډويژن ته ايران څخه د برېښنا پرله پ??ې رسنه باوري كولو خواست وكړو۔ د دې په ځواب كښې د ايران صدر ووئيل سيمه ايز تجارت ته د ودې وركولو په لاره كښې پېښې ستونزې به لرې كولې شي او د بلوچستان يادو كړو سيمو ته د برېښنا پرله پ??ې رسنه كښې پېښی ستونزې له حل كولې شي