اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) حكومت د مالي كال 22-2021 كښې پرمختيائي منصوبو ??پا??ه بېل كړې شوې رقم كښې 40 فېصده اضافې نه پس د پرمختيائي ??ار??نو ر??تار او فنډز موثره او په سمه توګه ??ار??لو نګرانۍ ??پا??ه جامع لائحه تياره كړې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي اېس ډي پي په موثره استعمال غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، مراد سعيد، عمر ايوب خان،خاص مرستيال ملك امين اسلم، ډاكټر فېصل سلطان او اړوند چارواكو ګډون كړې. په غونډه كښې د خزانې وزير شوكت فياض ترين د وېډيو لنك د لارې ګډون كړې۔ غوندې ته ووئيل شول د پرمختيائي ??ار??نو ر??تار ګړندې كولو ??پا??ه د فنډز اجراء طريقه كار آسان او منظم كولو سره سره په منصوبو كښې تسلسل په ځائ ساتلو ??پا??ه په دې كښې لچك پېدا كړې شوې دې٬ وزارتونه د منصوبو د ضرورتونو له مخې د فنډز جاري كولو ??پا??ه لا واكمن جوړ كړې شوې دي۔ په غونډه كښې د تېر كال خرڅ كړې شوې فنډز تفصيلاتو نه خبرولو سره ووئيل شول چې د فنډز د استعمال شرح 104 فيصده وه كوم چې دا واضحه كوي چې په پرمختيائي ??ار??نو كښې بشپړه پېشرفت شوې او د دې نه علاوه بېن الوزارت او د څانګو ترمېنځه د نګرانۍ په نتيجه كښې 140ا ربه فنډز په تندۍ سره بشپړولې شوې او په لويه كچه د هېواد په پرمختګ مثبت اثر اچولو سره منصوبې بشپړې كړې شوې دي چې ورسره نه يوازې د اولس د ټېكس بچت شوې بلكې فنډز د ضائع كېدو نه بچ كړې شوې۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د حكومت په ذمه واريو كښې وړومبې د اولس ټېكس په سمه توګه ??ار??ل باوري كول دي۔ ده زياته كړه چې په نظام كښې آټومېشن ??پا??ه دې په اقداماتو كښې عملدرآمد باوري كړې شي٬ اي ټېنډرز غوندې اقدامات د كرپشن خاتمې ??پا??ه د بنيادي اهميت وړ دي٬ د دې نه علاوه د وزارتونو د كار د طريقه كار معيار دې لا ښه كړې شي او د منصوبو اهميت په حساب درجه بندي كولو سره دې وسائل استعمال كړې شي