اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی)د خوراکي توکو تحفظ لپ??ره د وزیر اعظم ځانګړي معاون جمشید اقبال چیمه وئيلي دي حکومت د کرنې څانګې ودې لپ??ره د كرونده ګرې ورورولۍ ٬ صارفينو او د كرنې او صنعتي څاګې په شمول د ټولو همكارانو ګټې پام كښې نيولو سره د سباؤن تګل??ره خپله كړې ده۔ په دې لړ كښې اېګريكلچرل ټرانسفارمېنش پلان نوې ټېكنالوجي كارولو سره د كرنې دوامدارې ودې او د خوراك په درآمدي توګو انحصار كمولو سره د كركيلې پېداوار كښې زياتوالې ٬ د صارفين او ځائي صنعت تحفظ باوري كولو مهمه منصوبه ده۔ د نوې ټېكنالوجۍ او تخمونو نوي قسمونو كارولو د لارې في اېكړ پېدوار زياتولو ٬ د تحقيقي هلو ځلو ودې ، اېګریکلچر مالز جوړولو ٬ د لائيو سټاك څانګه په نوؤ بنيادونو اودرولو او په غذائي درآمداتو انحصار كمولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ د كرنې څانګې بجټ د پخوا 1.6 ارب روپۍ نه زياتولو سره 62 اربه روپو ته رسولې شوې دې۔ د كرنې څانګې ودې له د هېواد د نورو سيمو سره سره په خاص توګه بلوچستان، خیبرپختونخوا كښې ضم شويو قبائلي سيمو ٬ ډېرہ اسماعیل خان، پوټھوهار سيمه ٬ د هزارې سيمه او ګلګت بلتستان كښې نوې عزم سره د كار كولو تګل??ره جوړه كړې شوې ده۔ راروانو څو کلونو کښې به د خوراکي توکو درآمدتو باندې تکیه له مينځھ وړلې شي او د پيو ، شاتو ، میوو ، سبزيانو ، دالونو ، زیتون ، ټراؤټ او سپر فوډ پېداوار به زيات كړې شي۔ لائيو سټاك عصري کولو لپ??ره کار كوؤ۔ د کرنې څانګې د تحقیق فعالیتونو ودې لپ??ره 10 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم وژن دے چې مونږ خپل وسائل په داسې ډول وكارؤ چې ورسره متوازن خوراك ترلاسه شي۔ هغه ووئيل كرونده ګرو كښې به د غنمو نه وروسته د مونګ او جوارو فصل كرلو په اړه شعور بېدارول وي۔ د غنمو فصل يوه مياشت وړاندې كرلو له به كرونده ګرو ته ترغيب وركولے شي دغسې چې فصل ??ېبلو نه وروسته دويم فصل كرلو سره زياتې ګټې ترلاسه كړې شي۔ هغه ووئيل مونږ د پيو او غنمو پېداوار تر درې چنده زياتولو په تګلار كار كوؤ۔ مونږ سره 10 كروړه چېلۍ ٬ 4 كروړه 90 لكه غواګانې او 10 كروړه مېښې دي۔ د ځناورو نسل زياتولو او معيار ښه كولو سره نه يوازې د معاشي پر??خت?? رفتار ګړندې كېدې شي بلكې بې وزلي هم كمېدې شي۔ هغه ووئيل د حكومت ګامونو په نتيجه كښې راروان كال د ټېكسټائل څانګې برآمدات تر 20 اربه ډالر رسولو امكانات روښانه دي۔ هغه ووئيل د كركيلې څانګه په دې لحاظ سره هم ځكه اهميت لري چې دې سره د زياتې ودانۍ روزګار تړلے دے۔ دې څانګې ته ترقي وركولو سره نه يوازې خوراك كښې مونږ خودكفيل كېدې شؤ بلكې د روزګار موقعې هم زياتولې شؤ