اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) غذآئي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه وئيلي دي مونږ هېواد كښې د كركيلي سمت سموٶ ٬ په بېلا بېلو سيمو كښې د موسم او نورو څيزونو خيال ساتلو سره كه د فصلونو انتخاب سم كړې شي نو دې سره ښه پېداوار ترلاسه كېدې شي، د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې كړې۔ ده ووئيل نارتھ ايرياز كښې مونږ د سويا بين كر د لارې خود كيفل كېدونكې يو، ګلګت بلتستان كښې به مونږ داروګانو جوړولو لپاره استعمالېدونكې بوټي كرٶ، په شاړو زمكو او تروٶ ??وبو كښې به فش فارمنګ كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د يوې مودې راهسې غنم د??آم?? كوي په كال 1960 كښې ئې په وړومبي ځل غنم د??آم?? كړي ٶ او د ھغې نه پس غنم درامد ??ېږي٬ د كال 1980 نه تر كال 2000 شل كالو كښې 16 كاله غنم د??آم?? كېدل او څلور كال نه ٶ د??آم?? كړې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان د خوراكي توكو د??آم?? كوونكې هېواد ٶ او بنيادي سبب ئې دا دې چې زمونږ د كركيلې سمت سم نه وو ، اوس مونږ په هېواد كښې د كركيلي سمت سموٶ٬ د نړيوالې شرح له مخې مونږ دا مهال 48 فيصده كم خوراك كوٶ ??و بيا 2.2 فيصده آبادي زياتېږي٬ دغسې 48 فيصده اوسط سره مونږ د نړۍ نه كم شرح او دغسې په راتلونكو اووه كالو كښې چې كومه آبادي به زياتېږي كه دا دواړه يو ځائ كړې شي نو مونږ له به نړيو??ل اوسط ته رسېدو لپاره 80 فيصده نور خوراك ته ضرورت وي او دې لپاره به مونږ له خاص اقدامات كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه د سيمو د موسم او نورو څيزونو خيال ساتلو سره د فصلونو انتخاب سم وكړې شي نو ډېر ښه پېداوار به ترلاسه شي٬ زمونږ هدف ب??آم?? كوٶنكې جوړېدل دي٬ مونږ به په شاړو زمكو او تروٶ ??وبو كښې به فش فارمنګ پېل كوٶ۔