اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) پاكستان ?? افغانستان په داخلي چارو كښې د لاس وھنې په اړه ?? افغان قامي سلامتيا صلاحكار حمد الله محب لخوا د بې بنسټه تورونو سخته غندنه كړې۔د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د جمعې په ورځ د افغان قامي سلامتيا صلاحكار د غېر ضروري ريماركس په اړه د مېډيا د يوې پوښتنې ځواب كښې ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ ?? افغان په امن عمل كښې د پاكستان كردار په پراخا كچه تسليم كړے دے۔وياند ووئيل چې ?? افغان قامي سلامتيا صلاحكار لخوا بار بار غېر مهذب او غېر ضروري ريماركس اندېښمن دي۔ وياند ?? افغان قامي سلامتيا صلاحكار ته غږ كولو سره ووئيل د امن او يو والي لپاره په افغانستان پاكستان ايكشن پلان(اے پي اے پي)كښې يو بل سره تفاهم شوے چې دا د دواړو ډلو ذمه واري ده چې د تورونو لګولو څخه ډډه وكړي او د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو خبرو اترو لپاره سركاري چينلز وكاروي۔