اسلام آباد18جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د نوې داسو بند رغونې لپاره كار كونكو او انجينئرانو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هېواد پرمختګ لپاره دا پروژه ډېره مهمه ده۔ دې څخه به په سباؤن كښې ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د داسو بند د رغونې كار جاج اخستلو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د بند د رغونې د بېلو برخو او ټنل څارنه وكړھ۔ ده ووئيل چې دا يو مشكل كار دے٬ ده ووئيل دا ډول پروژې بايد وړاندې شوې وې۔ وزيراعظم ووئيل معيشت ښه كېدو پلو روان دے۔ د ارزانې برېښنا ترلاسه كېدو سره به سباؤن كښې صنعتي او د كور??نو ضروريات ترسره شي او صنعتونه به پرمختګ وك??ي چې ورسره به هېواد هم پرمختګ وكړي۔ دا خبره دې ياده وي چې داسو بند فيز ون به په كال 2025 كښې سر ته ورسي او دې څخه به نېشنل ګرډ كښې 2160 مېګاوا?? برېښنا شامل شي۔ دغسې په كال 2029 كښې د فېز ټو بشپړېدو نه پس به هېواد كښې د بند??نو شمېره 4320 مېګاواټ ته ورسي۔