اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاکستان(اے پي پي) دورہ كړې ،چرته چې هغه ته د اے پي پي اېم ډي طارق محمود د اړخه د اے پي پي ??ه چارو ، ني??ز سروسز او نورو چارو بريفنګ وركړے شو۔ وزير مملكت د اے پي پي مختلف ني??ز سروسز او څانګو دوره وكړه۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل اے پي پي د رياستي ميډيا مهمه برخه ده كومه چې نه يواځي پاکستان بلکه په نړۍ كښې د پاکستان مثبت تشخص رامخي ته كوي، پاکستان تحريك انصاف يواځنې ګوند دے كوم چې په اقتدار كښې د راتللو نه پس په ميډيا څه ډول سنسر نه دے لګولے۔ده ووئيل د پي ټي آئي حکومت د صحافت پ?? آزادۍ باور لري، جرنلسټ پروټيکشن بل كښې خبريال??نو ، ميډيا ورکرز او د معاون عملې ژوند او او د صحت تحفظ باوري كيږي۔ده ووئيل پاکستان د نړۍ مهم هېواد دے او خپل كردار ترسره كوي،د کلين اينډ ګرين پروجېكت پ?? اړه عمران خان د ورلډ ليډر په توګه منلے شوے۔ده ووئيل د اے پي پي پشمول رياستي ميډيا حکومتي اقدامات رامخي ته كولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ايم ډي اے پي پي طارق محمود ووئيل اے پي پي په اردو، انګريزۍ ، پښتو ٬عربۍ، سندھي، بلوچۍ او د براهوي پشمول ګڼو ژبو كښې خبرونه ، فيچرز قامي، سيمه ايز او نړيوالو ورځپاڼو او ميډيا له وركوي او سباؤن كښې به د چائنيز،روسيې، فرانسيسي او فارسي ژبو ني??ز سروس هم پيل كولې شي