اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نامتو ف??كار فاروق قېصر په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې ار??اښاد په پاكستان كښې د فن په څانګه كښې لوي خدمات ترسره كړي دي. ار??اښاد د خوښ شوي كردار انكل سرګم د لارې مهمې سماجي ستونزې په ډاګه كړې دي. په خپل ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل چې د نامتو مصنف، اداكار او ف??كار فاروق قېصر په مړينه ډېر غم جن شوے يم. ده ووئيل چې د ار??اښاد مړينې سره په پاكستان كښې د فن مهم باب بند شوے. صدر مملكت دعا وكړه چې لوي څښتن دې ار??اښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.