اسلام آباد??10م??ی(اے پی پی)وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت نجي څانګه په پرمختيائي عمل كښې په بشپړه توګه شاملولو او دې ته د موافق چاپیرچل وركولو عزم لري۔ د هېواد نه بهر او د هېواد دننه سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو له سرمايه كاري بورډ متحرك كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام تر سېوري لاندې د بېلو پرمختيائي منصوبو او په خاص توګه د نجي څانګې همكارۍ سره تر دې دمه د ترسره ش??يو بېلو منصوبو او بېلو نورو څانګو منصوبو حوال?? سره غونډه كښې بريفنګ كښې وكړه۔ د غونډې مشري وزيراعظم عمران خان كوله۔ غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د خزانې وفاقي وزير شوکت ترین ، د اړوند وزارتونو سېكرټريز او مشران چارواكي موجود وو۔ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار ٬ د خزانې صوبائي وزيرهاشم جوان بخت او ص??بائي چارواكو د وېډيو لنك دلارې غونډه كښی ګډون وكړو۔ وزیرِ اعظم ته ووئيلې شؤ چې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ ماډل ترسېوري لاندې په نزدې 50 منصوبو كار روان دے۔ د دې منصوبو كل ماليت نزدې 2 زره اربه روپۍ دې۔ غون??ې ته ووئيلې شؤ چې نوې شپږ منصوبې چې ماليت ئې 710 اربه روپۍ دے به د روان كال تر اګست مياشتې منظور كړې شي۔ غون??ې ته د پي اېس ډي پي پلس حوال?? سره د شوي پېش رفت او د دې ماډل ترسېوري لاندې د سباؤن په تګلاره برېفنګ وركړے شو۔ غون??ې ته ووئيلې شؤ چې د پی اېس ډی پی پلس ترسېوري لاندې 180 اقدامات په ګوته كړې شوي دي چې مجموعي ماليت ئې 5.5 ټرېلين روپۍ لګولې شوې دې۔ وزیرِ اعظم عمران خان غون??ې ته خطاب كښې ووئيل اولسي ضرورتونه نظر كښې نيولو سره په پرمختيائي عمل كښی د نجي څانګې همكاري د وخت مهم ضرورت دے۔ حكومت نجي څانګه په پرمختيائي عمل كښې په بشپړه توګه شاملولو او دې ته د موافق چاپیرچل وركولو عزم لري۔ وزیر اعظم د پنجاب او خېبرپختونخواہ صوبائی حکومتونو ته هدايت وكړو چې په فېډرل او ص??بائی پرمختيائي منصوبو د عملدرآمد پېش رفت رپورټ ٬ د سباؤن پرمختيائي منصوبو سره سره په سيمه ايزه كچه د پرمختيائي منصوبو وېش او په دې تر دې دمه د شوي پېش رفت ټول تفصيلات دې جمع كړې شي۔