اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي وزير چ??هدري فواد حسېن وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د رائې د اظهار د آزادې په بنيادي ، جمهوري او آئيني حق كامل باور لري، د مېډيا پرمختګ او د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده، بايد د رياست مفاد مونږ ټولو لپاره تر ټولو وړاندې او وړومبې ترجيخ وي، د جرنلسټس پروټېكشن بل منظوري د خبريالانو سلامتيا، د دوي د حق??نو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره يو لوي پرمختګ دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د كراچې، لاهور او د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب مشرانو سره ورچوئل غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غ??نډه كښې د اطلاعاتو او خپر??نو وزير مملكت فرخ حبيب، د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب صدر شكيل انجم، سېكرټري انور رضا، د لاهور او كراچې د پرېس كلب??نو مشرانو ارشد انصاري او فاضل جميلي، پرېس انفارمېشن آفيسر، سهېل علي خان، د كراچې، لاهور د پي آئي ډي د ريجنل دفترو اړوند ډائرېكټر جنرلز ګډون وكړو. په غ??نډه كښې خبريالانو لپاره د وزيراعظم د نوي پاكستان هاٶسنګ پروژې لپاره په طريقه كار، جرنلسټس پروټېكشن بل او د پرېس كلب??نو په مسئلو خبرې وشوې. غونډې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي وزير چ??هدري فواد حسېن ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د رائې د اظهار د آزادې په بنيادي ، جمهوري او آئيني حق كامل باور لري، د مېډيا پرمختګ او د خبريالانو خېر ښېګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده، بايد د رياست مفاد مونږ ټولو لپاره تر ټولو وړاندې او وړومبې ترجيخ وي، د جرنلسټس پروټېكشن بل منظوري د خبريالانو سلامتيا، د دوي د حق??نو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره يو لوي پرمختګ دے. د دې بل له مخې د خبريالانو څخه د دوي د خبر ذريعو په اړه پوښتنه نه شي كېدې. د خبريالانو تحفظ د دوي په اړوند ادارو لازمي ګرځول شوے. وفاقي وزير ووئيل چې د مېډيا واجبات ادا كولو لپاره اقدامات شوي دي. په 15 ورځو كښې د 34 كروړه روپو ادائيګي شوې. د 15 كروړه روپو نور چېكونه به د اختر پس وركولې شي. ده ووئيل چې هغه او وزير مملكت فرخ حبيب به پرېس كلب??نو او د خبريالانو نمائنده تنظيم??نو سره پرله پسې په رابطه كښې اوسي. ده ووئيل چې خبريالانو لپاره د كور??نو اسانيې راوړل غواړو، پرېس كلبونه دې په دې لړ كښې طريقه كار او معيار مرتب كړي. ده ووئيل چې خبريالان كامياب ځوان پروګرام سره په يو ځائ كولو هم غور كېږي چې دغسې دوي اسان قرض ترلاسه كړے شي. په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو او خپر??نو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د خبريالانو خېر ښېګړې او د دوي ستونزې حل كولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل چې هغه به د اختر نه پس د پرېس كلب??نو دورې پېل كوي. په غ??نډه كښې د لاهور، كراچې او د اسلام آباد د نېشنل پرېس كلب مشرانو د جرنلسټس پروټېكشن بل منظورې لپاره د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي وزير چ??هدري فواد حسېن ذاتي هڅې وستائيلې. د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي وزير د كورونا وبا ځپليو او د حق رسېدليو كورنيو سره په سمدستي توګه مرسته باوري كولو لپاره اړوند چارواكو ته هدايات وكړل.