لاهور 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په تير وخت كښې جنوبي پنجاب د وسائلو په غير منصفانه وېش د پرمختګ په مزل كښې شاته پاتي شوے، د پاكستان تح??يك انصاف حكومت د جنوبي پنجاب پرمختګ لپاره هر ممكن هڅي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ جنوبي پنجاب څخه تعلق لرونكو د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال كړي۔په دې موقع وفاقي ??زير مخدوم خسرو بختيار، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار او صوبائي وزير خزانه مخدوم هاشم جواں بخت هم موجو?? وو۔د قامي اسمبلۍ په غړو كښې فاروق اعظم، رانا قاسم نون، سردار نصرالله خان دريشك، طاهر اقبال، عبدالغفار وټو، مياں شفيق آرائيں، سردار عامر طلال ګوپانګ، د صوبائي اسمبلۍ غړو كښې سميع الله چوهدري، حسنين دريشك او دوست محمد مزاري شامل وو۔ملاقات كښې په جنوبي پنجاب كښې د اولسي ښېګړي ، پرمختيائي پروژو او د جنوبي پنجاب سيكرټريټ جوړولو په چارو خبرې وشوې ۔غړو خپلو اړوندو سيمو كښې اولس ته د پېښو مسائلو حل او په خاص توګه د سړكونو ، د څښلو پاكو اوبو وركولو او د سيوريج پشمول په لويو پرمختيائي پروژو تجاويز وركړل۔غړو د وزيراعظم به جنوبي پنجاب كښې په خاص خوښۍ لرلو او فلاحي او پرمختيائي پروژو په اړه په ترجيحات مرتب كولو د وزير اعظم منن?? كولو سره ووئيل تير وخت كښې د جنوبي پنجاب اولس نظر انداز كړے شوے، د پاكستان تح??يك انصاف حكومت په هلو ځلو به حقيقي ??عنو كښې د جنوبي پنجاب پرمختګ او د سوكالۍ په ويژن عمل درآمد ممكن شوے۔ وزيراعظم عمران خان غړو ته خپلو اړوندو سيمو كښې اولس ته د پېښو مسئلو حل له په ترجيحي بنيادونو د ګامونو پورت?? كولو سپارښتن?? كولو سره د خپل اړخه د هر ډول مرستي باور وركړو ۔وزير اعظم ووئيل په تير وخت كښې د جنوبي پنجاب وسائلو د غير منصفانه وېش له امله د پرمختګ په مزل دا سيمه شاته پاتي شوې۔ د پاكستان تح??يك انصاف حكومت د جنوبي پنجاب پرمختګ لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان كښې د سوكالي او معاشي پرمختګ قانون يو برابر اطلاق سره به اولس له انصاف وركول باوري كولے شي